یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعبدالباقي حقاني له افتخاري دوکتورا وروسته د حدیثو اجازه هم واخيسته

عبدالباقي حقاني له افتخاري دوکتورا وروسته د حدیثو اجازه هم واخيسته

تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه)‏‌ د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولانا عبدالباقي حقاني په ننګرهار کې له افتخاري دوکتورا اخيستو وروسته د حدیثو اجازه هم تر لاسه کړې ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي،چې نوموړي دغه اجازه د پخواني او جید عالم مولوي ولي الحق صديقي ديوبندي سره د لیدنې پر مهال له هغه څخه اخيستې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې د مولوي ولي الحق صدیقي په اړه لیکل شوي چې نوموړی اوسمهال شاوخوا (١٠٦) یوسل او شپږ کاله عمر لري، په ١٣٢٨ هـ ش کال د هند دارالعلوم دیوبند مهتمم شیخ الاسلام حسین احمد مدني رحمه الله شاګرد و.

سرچينه زياتوي، چې نوموړي د خپل دیوبندي استاد په لاس ورکړل شوي سندونه د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته ښودلي او عبدالباقي حقاني ته ېې د حديثو اجازه هم ورکړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ته تېره اونۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري افتخاري دوکتورا هم ورکړل شوه، چې د يو شمېر خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.

ویل شوي،چې عبدالباقي حقاني د پاکستان تر کنټرول لاندې د اکوړه خټک له حقانیه مدرسې څخه فارغ شوی او عصري زده کړې نه لري.

1 COMMENT

  1. له نېکه مرغه ما ترې څو کاله وړاندې د CORDOBA ACADEMY د آنلاين پروګرام له ليارې د صحيح البخاري بر الوالدين برخې مقرء/سماع کړې ده.
    Please be informed that your certificate for the Event ‘Bir Al Walidayn’ has been uploaded to the Google Drive Folder.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب