یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د زکام د مخنیوي څو اسانه لارې

د زکام د مخنیوي څو اسانه لارې

نن سبا چې هوا په سړېدو ده د زکام ویروس هم په خپرېدو دي خو په ځینو اسانو لارو په ساړه موسم کې له زکام څخه ځان ژغورلی شو. په څادر یا پړوني د خولې او پزې پټول ستاسو تنفسي جهاز ته د یخې هوا د ننوتو مخه نیسي. دغه راز هڅه وکړئ چې لاس او غوږونه مو د یخې هوا پر مهال په یو څه کې وپېچئ.

د بدن ځینې برخې په ډېرې اسانۍ سره یخېږي او دفاعي سیستم نه شي کولی چې په هغه برخه کې د میکروبونو او ویروسونو مخه ونیسي. د ورځې لږ تر لږه یو نیم لېتر پاکې اوبه وڅښئ ځکه د مخاطي هیدراتاسیون لپاره ګټورې دي.

د چرګ ښوروا چې د وېټامینونو او معدني موادو تر ټولو ښه سرچینه ده د یخ وهلو کسانو لپاره ګټور خواړه دي. په چای کې د لیمو ګډول هم د دې ډول ناروغۍ مخه نیسي.

که غواړئ په زکام اخته نه شئ او له دې ناروغۍ څخه په امن کې اوسئ ګرمې شیدې او د بوټو چای په یخو ورځو او شپو کې ضرور وڅښئ.

هغه څښاک چې په خپل ترکیب کې وېټامین سي لري له زکام څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي. لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله باید د کوټې هوا بدله شي ان که بېرون هوا هر څومره یخه هم وي.

کوټه باید له ټاکلې اندازې ډېره توده نه شي، د هغه محیط د تودوخې درجه چې تاسو په کې ژوند کوئ باید د ۱۸ او ۱۹ درجو ترمنځ وي ځکه که د کوټې هوا له دې زیاته ګرمه شي د پزې او ستوني مخاطي غشا وچېږي او د مکروبونو لپاره د اوسېدو ښه ځای ګرځي.

لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله خپل لاسونه په ګرمو اوبو او صابون باندې ومینځئ او یا د میکروب ضد درمل وکاروئ. دغه کار باید هغه وخت بیا په سیستماتیک ډول تر سره کړئ، چې کله په بېلا بېلو ناروغیو اخته کسانو ته لاس ورکوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب