یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد حنیف اتمر په مشرۍ نوی سياسي خوځښت موجوديت اعلانوي

د حنیف اتمر په مشرۍ نوی سياسي خوځښت موجوديت اعلانوي

تاند:(شنبه ،د ميزان ۲۳مه)‏‌ ټاکل شوې، چې د افغانستان د يو شمېر پخوانیو سياسي څېرو او لوړ پوړو چارواکو په محوریت «د افغانستان د سولې او عدالت ملي خوځښت» د شنبې په ورځ خپل موجوديت اعلان کړي.

خبري سرچينو ويلي،چې په دې سیاسي خوځښت کې څه باندې ۲۰۰ پخواني لوړ پوړي چارواکي، نارینه او ښځینه فعالان ګډون لري.

 د تلپاتې سولې، ډيموکراسۍ او ټولمنلي نظام رامنځته کول او دې موخې ته د رسېدو لپاره پر سوله ييزې مبارزې ټينګار د دغه سیاسي خوځښت اصلي اجنډا ښودل شوې ده.

 د معلوماتو له مخې د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار او د بهرنيو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د‌ دغه خوځښت مشري کوي او ورسره د دفاع پخوانی وزیر او د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی، ډاکټر جلیل شمس، نثار احمد غوریاني، شاکر کارګر، جنرال خدايداد، شریفه زرمتي، جارالله منصوري، مبارز راشدي، سلامت عظیمي، جماهیر انوري، سید نورالله سادات، محمد قاسم وفايي زاده، محمد عالم ساعي، کبري دهقان، خدیجه الهام، جنرال مراد علی، فرخ لقا اونچی زاده، ګلالۍ اڅکزۍ، ډاکټر عالمه رقیه نایل، نور اکبري، نجیبه قریشي، محمد عیسی مصباح او یو شمېر نورو د دغه خوځښت مخکښ غړي دي.

يادې سیاسي څېرې له هېواده بهر د جلا وطنۍ ژوند کوي، چې اکثرو ېې د طالبانو له واکمنيدو وروسته د روان وضعیت او د جمهوري نظام د سقوط په اړه خلکو ته ډېر څه نه دي ويلي.

طالبانو د خپلو سیاسي او وسله والو مخالفانو د وروستیو تحرکاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې یو شمېر چارواکو له بهر مېشتو پخوانيو چارواکو غوښتي چې د سياسي فعالیت د حق او اجازې او دندو له غوښتلو پرته هېواد ته ستانه شي.

د چارو یو شمېر شنونکي باور لري،چې که طالبان له ټولو سیاسي لوریو او ملت سره تفاهم ته ونه رسيږي، بقا به ېې ستونزمنه شي.

طالبانو بیا ویلي،چې ژر به د خپل سرپرست حکومت د کار موده ختمه او يو دايمي حکومت اعلان کړي.

معلومه نه ده،چې په دغه ژمنه شوي حکومت کې به د اصلاحاتو په اړه د افغانانو او نړيوالو څومره غوښتنو ته پاملرنه شوې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب