یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحمد الله محب او احمد مسعود د ط-انو پر وړاندې د ګډ...

حمد الله محب او احمد مسعود د ط-انو پر وړاندې د ګډ مقاومت په اړه خبرې کړي

تاند:(جمعه ،د ميزان ۲۲مه)‏‌ د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب ته نیږدې سرچینو تایید کړې، چې نوموړي د طالبانو خلاف د ګډ مقاومت په اړه د «ملي مقاومت جبهې» په نوم جنګي ډلې مشر احمد مسعود سره خبرې کړي دي.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی،چې محب او احمد مسعود د طالبانو خلاف د ګډو هڅو په اړه خبرې کوي.

محب، چې منتقدینو ېې طالبانو سره په پټې معاملې او ورته په حکومت سپارلو تورناوه، تر څه مودې مخکې پورې د مختلفو مرکو له لارې طالبان هڅول، چې د خبرو له لارې د افغانستان بحران پای ته ورسوي.

هغه د طالبانو له مخالفو جنګي ډلو هم غوښتل،چې د جګړې پر ځای په خبرو طالبان نرمۍ او ملت او نړيوالو سره تعامل ته وهڅوي.

د محب او احمد مسعود د خبرو او احتمالي هوکړو جزییات نه دي په ډاګه شوي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ،د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او نورو چارواکو د دوی خلاف هر ډول سياسي او وسله وال مخالفت« بغاوت» ګڼلی او پر ځپلو ېې ټینګار کړی دی.

د افغانستان له یو شمېر سیمو څخه راپورونه ښيي، چې د طالبانو د ادعا خلاف په يو شمېر ولایتونو کې د دوی خلاف وسله والې ډلې فعاله دي او نور جنګيالي خپلو لیکو ته جذبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب