جمعه, مې 3, 2024
Home+د اړيکو پايښت | عبدالرحمن عماد

د اړيکو پايښت | عبدالرحمن عماد

غوره او بې پايه مينه د غوره پېژندلو پۀ نتيجه کې منځ ته راځي. ډېر انسانان هغه وخت له يو څه/څوک سره ضد او عناد پيدا کوي، چې په سم پېژندلو کې يې د زړه له تله هڅه ونه کړي. خو بيا د وخت په تېرېدو سره او يا په تدريجي ډول بيا پوهېږي، چې د يؤ څه/څوک په وړاندې په لومړيو کې څه ډول تصور درلود غلط دی، او د ناسم ليد او تصور په درلودلو سره يې ښايي ډېر څه له له لاسه ورکړي هم وي.

ژوند د همغږۍ او د يو بل سره د ښه او نیکو اخلاقو يوه رښتینی نوم دی، او دا هغه وخت امکان لري، چې
د يو څه/څوک سره هغه وخت رامنځته کېږي، چې خواص يې وپېژندل شي او درک شي.

کله چې انسان د يو څه په وړاندې بې تفاوته شي، د ژوند پراخ ليد پرې راتنګېږي، ټولنيز کړه وړه يې نه خوښېږي، او نه هم چا سره د اړيکو ساتلو لېوالتيا لري.

ځکه په زړه کې د يو څه/څوک په وړاندې له خپل ليد لوري د اړيکو اصول ټاکي. خو بل خوا هر څه له يو بل سره جدا-جدا خواص لري، او ځينې وخت شايد ډېر لږ د ورته والي مشترک ټکي سره وموندل شي.

که يو انسان د يو څه/څوک پېژندلو سمه او رښتينې توګه هڅه ونه کړي، ژوند يې ستونزمن کېږي، او يا يې ژر زړه ترې تورېږي، او په يادولو سره يې هم يو ډول د خپګان او ځور احساس کوي. ډېر داسې کارونه انسانان يې په يوازې توګه نه شې تر سره کولای، او که تر سره هم شي، هغه ډول چې د پايلې تصور کېږي، ناسم ثابت کېږي.

ژوند د همغږۍ او مينې لرلو په مټ مخته ځي، هغه انسان چې په هره اړيکه کې له ځانه او په خپله خوښه اصول ټاکي، ملګرتيا او اړيکه يې ډېر دوام نه کوئ.

او په راتلونکي کې انتقاد نه زغمونکی روزل کېږي، او نه هم د يو څه په وړاندې قاطع دريځ لرلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب