Home+په دې ورځ ناپلیون لوییزیانا پر امریکا وپلورله

په دې ورځ ناپلیون لوییزیانا پر امریکا وپلورله

تاند- له نن څخه 223 کاله مخکې د ۱۸۰۳ کال د مې په درېمه نېټه بوناپارت ناپیلیون، چې هماغه وخت د فرانسې لومړی کونسل و، په امریکا کې د فرانسې له لوري نیول شوې سیمې، چې لوییزیانا نومېدې، په ډېره کمه بیه یعني په اتیا (۸۰) ملیون فرانکو د امریکا پر متحدو ایالتونو وپلورلې.

د دې سیمې، چې تقریباً د میسي سي پي ټوله حوزه پکې شاملېده، مساحت تر هغه ټاټوبي زیات وو چې د امریکا متحد ایالتونه بلل کېده او نفوس یې په ایله کې پنځوس زروتنو ته رسېده.

دا لویه او پراخه سیمه د اوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د پنځلسم لویې د واکمنۍ په دوره کې د فرانسې تر استعمار لاندې راغلې وه.

په ۱۷۱۸  کال کې نیواورلین ښار د دې سیمې مرکز وټاکل شو.د لوییزیانا خاوره ډېره ښېرازه یا حاصلخېزه وه.

د ۱۸۰۳ کال په جنورۍ کې د امریکا ولسمشرتوماس جیفرسن خپل استازی جیمز موترو فرانسې ته ولېږه چې له فرانسویانو سره د نیواورلېن او د لوییزیانا د خاورې په باب خبرې وکړي.

د فرانسې امپراتور بوناپارت نايیلیون، چې پتېیلې وه د بریتانیا او هسپانیا پرضد نوې جبهه پرانیزي، پیسو ته اړتیا لرله، ناپلیون پر همدې اساس (مارکي باربې باریوا) وګوماره چې د لوییزیانا د پلورلو لپاره خبرې وکړي.ده دا ښېرازه سیمه په اتیا ملیون مارکه وپلورله.

د لویزییزیانا له خپلولو سره د امریکا د متحدو ایالتونو مساحت دوه برابره شو او فلوریدا، چې د هسپانیا مستعمره وه، په منځ کې ایساره شوه او بالاخره هسپانیا د متحدو ایالتونو ترفشار لاندې په ۱۸۱۹ کې دا سیمه پر امریکا وپلورله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...