Homeخبرونهسي‌این‌این: ایران په وروستۍ جګړه کې په سیمه کې د امریکا ۱۶...

سي‌این‌این: ایران په وروستۍ جګړه کې په سیمه کې د امریکا ۱۶ اډې زیانمنې کړي

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۲ مه) د سي‌این‌این تلویزیون د  راپور له مخې، د ایران د بریدونو له کبله په منځني ختیځ کې د امریکا لږ تر لږه ۱۶ پوځي اډې او مرکزونه زیانمن شوي دي.

دې چاینل ویلي چې دا شمېر د امریکا د پوځي حضور «لویه برخه» تر پوښښ لاندې راولي.

په راپور کې راغلي چې د امریکا ځینې ویشتل شوي پوځي مرکزونه اوس د کار وړ نه دي او زیانونه هغو مهمو هدفونو ته هم اوښتي چې لوړ پوځي ارزښت لري. د راپور له مخې، دې وضعیت د سعودي عربستان د ځینو چارواکو په منځ کې دا پوښتنې راپورته کړې دي چې ایا په سیمه کې د امریکا پوځي حضور کافي دی که نه.

سي‌این‌این د یوې خبرې سرچینې له قوله لیکلي چې دا بریدونه «چټک او دقیق» وو او په پرمختللې ټکنالوژۍ ترسره شوي دي.

تر دې مخکې، فایننشل ټایمزورځپاڼې  راپور ورکړی و چې ایران د وروستۍ جګړې په ترڅ کې د چین د یوې جاسوسي سپوږمکۍ له پټو وړتیاوو ګټه اخیستې ده. د دې راپور له مخې، ایران په دې توګه په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي اډو د ویشتلو نوې وړتیا ترلاسه کړې ده.

فایننشل ټایمز ویلي چې دا راپور یې د «افشا شویو پوځي اسنادو» پر بنسټ چمتو کړی. د راپور له مخې، دغه سپوږمکۍ چې «TEA-01B» نومېږي، په ۲۰۲۴ کال کې د ایران د سپاه پاسداران هوافضايي ځواک ته سپارل شوې وه او د امریکا د اډو د څار لپاره کارول شوې ده. خو د چین د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې او «ناسم معلومات» یې بللي دي.

په همدې حال کې، د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجه کالاس هم روسیه تورنه کړې چې ایران ته معلومات ورکوي څو امریکایي ځواکونه په نښه کړي. هغې دا څرګندونې په جې ۷ سرمشریزه کې د ګډون پر مهال کړې دي.

1 COMMENT

  1. د اروپائی اتحادئی د بهرنی پالیسی مشره خوشی چاپلوسی کوی، پدومره ستره جګړه کی د جګری د یوه اړخ سره د نړیوالو قدرتونو پټ یا ښکاره ګډون یا پټی او ښکاره مرستی یوه طبیعی او معمولی خبره ده.
    د لس زره کیلومتری لیری سیمی څخه یو امپریالیسټی ځناور ( امریکائی تروریسټی پوځ) د ایران د طبیعی زیرمو د غارت او لوټماری په موخه سیمی ته را لیږل شوی دی چی البته روسیه او چین حق لری چی د خپلو ستراتژیکی ګټو د خوندیتوب پخاطر د ایران د مقاومت سره اوږه په اوږه ودریږی چی البته ددی ملاتړ ماهیت د ایران د موجودیت او حیثیت لپاره هم حیاتی ارزښت لری.
    پدی ظالمانه او امپریالیسټی جګړه کی د ایران او چین او روسئی د طلائی مثلث د بریالیتوب په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...