Homeخبرونهجرمني افغانانو ته تحصیلي وېزې انلاین کړې

جرمني افغانانو ته تحصیلي وېزې انلاین کړې

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲ مه) په اسلام‌اباد کې د جرمني سفارت اعلان کړی چې په پاکستان کې مېشت افغان وګړي کولای شي د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د زده‌کړې او کار د ویزې لپاره په آنلاین ډول غوښتنلیک وسپاري.

د سفارت په وینا، د زده‌کړې او کار ویزو ټول غوښتنلیکونه به یوازې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ د خدماتو د انلاین پورټل له لارې پروسس کېږي. چارواکو ویلي چې دا نوی سیستم د دې لپاره جوړ شوی چې بهیر «چټک، اسانه او اغېزمن» شي.

سفارت همداراز څرګنده کړې،  هغه کسان، چې د ۲۰۲۶ کال د مې تر لومړۍ نېټې پورې یې د پخواني انتظار لېست له لارې مخکې تر مخکې وخت (اپواینټمنټ) نه وي ترلاسه کړی، نور به د پخواني سیستم له مخې ونه څېړل شي.

د نوي طرزالعمل له مخې، غوښتونکي کولای شي خپل اسناد ګام پر ګام آنلاین پورته کړي او په دې اړه فیډبک ترلاسه کړي چې اسناد یې بشپړ او سم دي که نه. کله چې ټول ضروري اسناد بشپړ شي، غوښتونکي به وکولای شي د موجودو وختونو له مخې د ویزې لپاره مرکې ته وخت وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت دوم)   قسمت اول این مقاله بحث عمومی در مورد هنر و زیبایی بود؛ آنچه متاسفانه طی سالیان اخیر در کشور ما نه تنها فراموش...