تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۱۳ مه) د هلمند ولایت په نادعلي (ناوې) ولسوالۍ کې د اوبو د چټک بهیر له امله شپږ ښځې او دوه ماشومان لاهو شوي دي.
د راپورونو له مخې، له دغو ښځو څخه دوې مړې شوې، دوې ژغورل شوې او دوه نورې لا هم ورکې دي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس، حافظ عبدالباري راشد، ویلي چې دا پېښه د ناوې ولسوالۍ د «عینک» په سیمه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، یوه سړي د خپلې کورنۍ شپږ ښځینه غړې په موټر کې له یوې سیمې بلې ته لېږدولې او د سیند پر غاړه د لنډې دمې لپاره درېدلی و.
راشد زیاته کړې: «لومړی یوه سپینسرې ښځه سیند یووړه، وروسته پنځو نورو ښځو د هغې د ژغورلو هڅه وکړه. سپینسرې ښځه وژغورل شوه او یوه بله ښځه هم ژغورل شوې، خو له پاتې څلورو ښځو څخه دوو ژوند وبایله او دوې نورې لا هم ورکې دي. د لټون هڅې روانې دي.»
هغه دا هم ویلي چې د شنبې په ورځ د ناوې ولسوالۍ د «سرخدوز» په سیمه کې یو هلک او یوه نجلۍ هم د هلمند سیند لاهو کړي او تر اوسه نه دي موندل شوي.