تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو د ماینپاکۍ پروګرام ویلي چې د جګړو زیاتوالی او د بشري مرستو کمښت په افغانستان، سوریه او غزه کې د ماینپاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د دې سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د جګړو له پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ماینپاکۍ د برخې مشرې، کازومي اوګاوا، ویلي: «کله چې بودجه دفاعي برخو ته ځي او له بشري مرستو لرې کېږي، اغېزې یې په میدان کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.» هغې ټینګار کړی چې د ماینپاکۍ او د ماینونو د خطرونو د پوهاوي لپاره کافي ملاتړ نشته.
د ملګرو ملتونو په وینا، په غزه کې شاوخوا ۹۰ سلنه هغه کسان چې د نهچاودېدلو مهماتو له امله ټپیان شوي، ملکي وګړي دي او ډېری یې ماشومان دي. همدارنګه، د اټکل له مخې له ۵ تر ۱۰ سلنه مهمات هلته نه دي چاودېدلي او لا هم د مرګوني ګواښ په توګه پاتې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د ماینپاکۍ، د خطرونو د پوهاوي او د بشري مرستو د زیاتولو له لارې د ملکي تلفاتو مخه نیول کېدای شي.
اوګاوا د سوریې وضعیت «ډېر اندېښمنوونکی» بللی او ویلي یې دي چې هلته هره اوونۍ شاوخوا ۲۰۰ کسان د چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي، حال دا چې په ډېرو نورو هېوادونو کې دا شمېر په کال کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته رسېږي.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د چاودېدونکو توکو له امله ډېر زیانمن شوی. د یوناما د معلوماتو له مخې، هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د جګړو له پاتې مهماتو وژل کېږي یا ټپیانېږي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
د طالبانو د شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا اووه میلیونه خلک په افغانستان کې د ماینونو او نهچاودېدلو مهماتو له خطر سره مخ دي.