Homeخبرونهد هند په غوره لیګ کې د نوراحمد ښه بېټنګ او د...

د هند په غوره لیګ کې د نوراحمد ښه بېټنګ او د افغان لوبغاړو بریاوې

تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۱۳ مه) د هند د غوره لیګ په سیالیو کې تېره شپه چینای سوپر کینګز، چې د افغانستان نوراحمد لکڼوال پکې لوبېږي، په ۸ ویکټونو او ۱۱ توپونو مومبی انډینز ته ماتې ورکړه.

نوراحمد په دې سیالۍ کې نه یوازې ۲ لوبغاړي وسوځول بلکې تر ټولو کمې منډې یې ورکړې. ده په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې چې ایکانومي یې تر ټولو کمه یعني ۶ اعشاریه ۵۰ وه او تر ټولو مهم لوبغاړي یې وسوځول. له همدې کبله (کریک انفو) نوراحمد د سیالۍ تر ټولو اغېزمن لوبغاړی بللی دی.

تر دې دمه د هند په روان غوره لیګ کې د افغان لوبغاړو په منځ کې الله داد غضنفر ډېر ویکټونه اخیستي دي. ده په ۷ سیالیو کې ۱۱ لوبغاړي سوځولي، خو ایکانومي یې ۹ اعشاریه ۵۰ ده. ورپسې راشد خان په ۹ سیالیو کې ۱۰ لوبغاړي سوځولي او ایکانومي یې ۸ اعشاریه ۳۰ ده. نوراحمد لکڼوال په ۹ سیالیو کې ۹ لوبغاړي سوځولي او ایکانومي یې ۸ اعشاریه ۴۸ ده.

تر دې دمه غضنفر تر دوو نورو افغان لوبغاړو ښه ځلېدلی دی خو راشد خان په وروستۍ سیالي کې ډېره ښه لوبه وکړه، نه یوازې دوه لوبغاړي یې وسوځول بلکې تر ټولو کمې منډې یې ورکړې.

د هند په غوره لیګ کې د افغانستان څلورم لوبغاړي، عظمت الله عمرزي ته، چې د نړۍ تکړه آل راونډر دی، تراوسه د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...