شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپښتو په یوه لیکبڼه - د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه

پښتو په یوه لیکبڼه – د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه

مسعود سرلوڅ   –

د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۳۱ مه ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په نوښت د خان عبدالصمدخان اڅکزي د څلویښتم تلین په اړه ، کابل کې دوه ورځني سیمینار پرانیستل شو . د دې سیمینار پای کې د شهید د خدمتونو په ویاړ پنځه فقره ییز پریکړه لیک خپور شو او تر څنګ يي د سیمینار ګډونوالو په نږدې راتلونکې کې « پښتو په یوه لیکبڼه » د یوه کنفرانس غوښتنه وکړه .

د کنفرانس له پرانیستلو مخکې اړینه ده چې « پښتو په یوه لیکبڼه » په تړاو ، د پښتنو د بېلا بېلو لیکوالو او ژبپوهانو نظرونه او وړاندیزونه د کنفرانس د پرانیستې جرګګۍ لخوا راټول شي او د کنفرانس په پریکړو کې له هغو څخه ګټه واخیستل شي .

په دې اړه غواړم د کنفرانس له جوړېدو مخکې خپل ځینې نظرونه او وړاندیزونه د ټولو د خبرتیا په موخه ، د رسنیو له لارې وړاندې کړم .هغه لیکوالان او یا ژبپوهان چې غواړي په دې نظرونو او وړاندیزونو خپله اندتوګه څرګنده او نیوکه وکړي په ورین تندې له منلو سره سره ، د ځان په اړه لویه مرسته بولم . بلخوا په دې اړه که درانه لیکوال او ژبپوهان هرڅونه څېړنې او شننې وکړي او موضوع له هره اړخه ښه وشاربي ، هومره د پښتوژبې په ګټه ده .

پښتو کې تر اوسه د بېلا بېلو لیکبڼو نومونه اخیستل کیږي، د بېلګې پتوګه د لاندېنیو لیکبڼو نومونه ما له بریښنايي کتابتون څخه رااخیستي : سوات لیکبڼه ، غزني لیکبڼه ، کابل لیکبڼه ، کاپيسا لیکبڼه ، خوست لیکبڼه ، کونړ لیکبڼه ، کندوز لیکبڼه ، لوګر لیکبڼه ، ننګرهار لیکبڼه ، پروان لیکبڼه او وردګ لیکبڼه .

دا چې دا لیکبڼې به څونه ریښتیا هم شتون ولري دلته پرې نه غږیږو ، خو دا ډول انګیرنې رسوي چې د پښتو ژبي خواخوږي غواړي « پښتو په بېلا بېلو لیکبڼو » ته د پای ټکی کېښودل شی او دوی دا ستونځه جدي ګڼلې او بلاخره دا چې « پښتو په یوه لیکبڼه » ولیکل شي او دود شي د ورځې په خبره بدلیږي .

د دې لپاره چې « پښتو په یوه لیکبڼه » ولیکل او دود شی ، د پښتو ابېڅې په اړه دوه وړاندیزونه یو د لنډمهال او بل د اوږدمهال لپاره اړین بولم .

لومړی به دلته د پښتو دودیزه ابېڅې ( الفبا ) راواخلو او په دې اړه به یو څو خبرې وکړو . روسته به خپل دواړه وړاندیځونه دوستانه سره شریک کړم .

                     د پښتو دودیزه ابېڅې

د پښتو ژبې ابېڅې ( ۳۶ ) توري لري . په دې تورو کې ( ۲۷ ) بېواک Consonant دي چې په لاندې ډول دي :

پښتو دودیزه ابېڅې       لاتین یا فونیمیکه ابېڅې          مثالونه

۱ــ ب            b                      بڼ ، باران

۲ــ پ            p                        پوهنتون ، پامیر

۳ــ ت            t                         تور ، تالو

۴ــ ټ            ṭ                          ټول ، ټال

۵ــ ج        ǰ                            جوړ ، ناجوړ

۶ــ ځ             j                       ورځ ، ځانګړی

۷ــ چ             č                       چمن ، چمبیلی

۸ــ څ             c                        څادر ، څرګند

۹ــ خ             x                      خوراک ، خاوره

۱۰ــ د           d                         دیوال ، دود

۱۱ــ ډ           ḍ                        ډنډ ، ډوډۍ

۱۲ــ ر           r                         رمه ، روغتون

۱۳ــ ړ           ṛ                           ړنګ ، جوړ

۱۴ ــ ز           z                           زر ، زړه

۱۵ ــ ژ            ž                           ژوند ، ژوبل

۱۶ ــ ږ            ẓ̌                           ږلۍ ، ږمنځ

۱۷ ــ س           s                           سل ، سرلوړی

۱۸ ــ ش            š                           شپه ، شپیلۍ

۱۹ــ ښ             ṣ̌                           ښېګڼه ، ښار

۲۰ــ غ               γ                           غالۍ ، غاټول

۲۱ ــ ک            k                           کور ، کرهڼه

۲۲ ــ ګ             g                           ګیله ، ګېډۍ

۲۳ ــ ل             l                            لار، لټون

۲۴ ــ م          m                       میړانه ، بام

۲۵ ــ ن             n                           نن ، نړۍ

۲۶ ــ ڼ             ṇ                           پاڼه ، کوڼ

۲۷ ــ و          w                          ولور ، وار

۲۸ ــ هه            h                           هلک ، مهال

۲۹ ــ ی          y                           یرغل ، یون

په پورته ( ۲۹ ) بېواک تورو کې اته د پښتو ځانګړي توري دي لکه ( څ ، ړ ، ډ ، ټ ، ځ ، ڼ ، ږ ، ښ ) هغه په لاندې دوه وییوکو کې لکه ( څړډټ ، ځڼږښ ) کې څرګندولای شو . څلور توري لکه ( پ ، چ ، ژ ، ګ ) د پښتو او درې ژبو شریک توري دي .

بلخوا په نوموړو ( ۲۹ ) بېواک تورو کې دوه توري ( ږ او ښ ) د کوم ځانګړی غږیځ ارزښت پر بنسټ نه دي رامنځته شوي ، بلکې یوازې د کندهار او ننګرهار د دوه جلا ویینګونو ( dialect ) د ښودلو او د لیکلې ژبې د یووالي په موخه لیکل کیږي . یانې هغه وییونه ( کلمو ) کې چې د ( ږ او ښ ) توري لیکل کیږي ( ږ ) به ننګرهریان ( ګ ) او کندهاریان به يي ( ژ ) تلفظ کوي او ( ښ ) به ننګرهاریان ( خ ) او کندهاریان به يي ( ش ) تلفظ کوي خو لیکبڼه به يي یوه وي، د بېلګې پتوګه :

زموږ په ننګرهاریان زموږ لیکي ، خو ویینګ يي به يي زموګ په شان کوي او زموږ به کندهاریان هم زموږ لیکي خو ویینګ به يي زموژ کوي . همدرانګه اوښ به ننګرهاریان اوښ لیکي ، ویینګ به يي اوخ کوي او کندهاریان به يي هم اوښ لیکي او ویینګ به يي د اوش په شان کوي .

لیکلې بڼه         ننګرهاری ویینګ         کندهاری ویینګ

زموږ             زموګ                     زموژ

اوښ              اوخ                        اوش

همدارنګه پښتو ( ۷ ) خپلواک Vowel توري لري چې په دې ډول دي :

پښتو دودیزه ابېڅې       لاتین یا فونیمیکه ابېڅې          مثالونه

۲۸ ــ ا           aa                 انار ، انګور

۲۹ ــ زور                a             شل ( فلج ) غر ، سر

۳۰ ــ زورکی            ə             شل ( ۲۰ ) ، ژر

۳۱ ــ و ( اوږد واو )    o             کور ، سوړ

۳۲ ــ و ( لنډ واو )      u              لور ، سور

۳۳ ــ ې ( اوږده ې )    e           مستې ، شېدې

۳۴ ــ ي ( څرګنده ي )  i           موچي ، کالي

همدارنګه پښتو ژبه کې په هغو وییوکو کې چې عربي ریښه لري ( ۱۰ ) عربي تورې هم کاریږي خو دغو تورو ته پښتو خپل غږیز جوړښت کې ځای نه لري . دغه لس توري په دې ډول دي :

نوموړي لس توري         مثالونه

۱ ــ ث                   میراث

۲ ــ ح                     حلوا

۳ ــ ذ                      نفوذ

۴ ــ ص                   فصل

۵ ــ ض                    ظاهر

۶ ــ ط                     طاهر

۷ ــ ظ                     محفوظ

۸ ــ ع                     عربي

۹ ــ ف                    فاروق

۱۰ ــ ق                   قهار

پښتو ژبه چې ابېڅې ( الفبا ) يي لکه د فارسي او سیمې د نورو ژبو په پله او پیېښو او بلخوا پښتنو کې د پښتو ژبې د خواخوږو ژبپوهانو او لوستګړو د کمښت او یا د بېغوره ملایانو په لامل له عربې ژبې څخه پورکړې ، په دې ابېڅې کې نه ځاییږي .

پښتو د ، ار او ریښې له مخې د هندو ــ اروپايي ژبو کورنۍ کې راځي او له سامي ژبو څخه چې عربي د هغو له ډلې څخه شمېرل کیږي ، بیخچن او ژور توپير لري.

بلخوا پښتو ځانته جلا غږیز ( phonetic ) جوړښت لري او همدا ځانګړی غږیز جوړښت لکه د نورو ژبو په شان، موږ د تورو ( Graphem ) په بڼه کښلای او انځورولای شو . د تورو لړلیک څخه د ژبې ابېڅې رامنځته کیږی ، چې پورته ورته اشاره وشوه .

ادامه لري .

اخځونه :

لیکلارښود                 د پوهاند مجاوراحمد ( زیار ) لیکنه

د پښتو ادبیاتو لنډ تاریخ  علامه عبدالحی حبیبي

2 COMMENTS

  1. سلامونه
    تاسې ليکلي چې ښ کوم ځانګړى غږ نه لري يواځې
    د کندهارۍ او ننګرهارۍ لهجو د جلا وينګونو د ښودلو لپاره راځي
    خو داسې نه ده
    ښ د پښتو او ان د هندو اروپايي ژبو مشهور ځانګړى غږ دى
    په سويډني ژبه او نورستاني ژبه کې هم د ښ غږ شته
    په پښتنو کې يې احمدزي او تقريبا ټول کوچيان ،غلجيان او د مرکزي افغانستان خلک په ډير قوت تلفظ کوي
    بله دا چې لهجو ته د ولايت نوم مه ورکوئ
    په لويديځې ختيځې او مرکزي نومونو باندې يادېږي
    چې ټول افغانستان او پښتون سيمې ميشته په بر کې نيسي
    د ژورې څېړنې په هيله

  2. ښاغلی سرلوڅ صيب سلامونه او نېکې هيلې!
    ستاسو وړانديز د پښتو په عام کېدلو او د افغانستان په جغرافيه کې د امنيت او ملت جوړېدنې په برخه کې، ډېر يو اړېن وړاديز دی، چې پښتانه په وروستۍ سلنه کې هڅه کوي، چې ژبې ته يوه منظمه ليکبڼه او ليکدود وړاندې کړي، خو دا پروسه ډېره کاوړې او د يو شمېر سيمه پالو لخوا تکڼې شوې ده، چې له بده مرغه مخه يې نه نيول کېږي، ځکه قلم يې خپلواک دی، مګر د فکري درک لپاره يې بايد ډېرې ليکنې وشي، چې سر يې پرې خلاص شي او له سيمييز تفکره راووځي!
    ستاسو په ليکنه کې د وردګو وينګ نه دی ياد شوی، ځکه دغه منخنۍ لهجه د کندهاري او ننګرهاري تر منځ وينګ بلل کېږي، چې «ږ» او «ښ» سم لکه ليکبڼه يې تلفظ کوي، ځکه نو دغه وينګ منځنۍ پښتو يادېږي. بل دا چې تاسو په خپلو سپړنو کې له «ض» سره «ظاهر» ليکلی، چې غلط دی. د پښتو «يې» په اړه مو هېڅ يادونه نه ده کړې، ځکه نو که موضوع مو بحث ته وړاندې کړې وي، نو لومړی د ليکنې دغه يادشوي نېمګړتياوې لېرې کړئ، چې د بحث نور ټکي يې رابرسېره شي.
    ستاسو د بري په تمه
    وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب