چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهد م.م. د سرمنشي پخوانی مرستیال وايي، پاکستان نور په افغان طالبانو...

د م.م. د سرمنشي پخوانی مرستیال وايي، پاکستان نور په افغان طالبانو کې نفوز نه لري

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني مرستیال او د هند د پارلمان غړي شاشي کرېشنن تارور، د اسلام‌‎اباد او کابل ترمنځ له تاوتریخوالي ډکو اړیکو ته په اشارې ویلي، پاکستان نور په افغانستان کې په طالبانو کې نفوذ نه لري او دا وضعیت د پاکستان لپاره په یوه ستراتیژیکه جبۍ (باطلاق) بدل شوی دی.

شاشي کرېشنن تارور، چې دا مهال د هند د پارلمان غړی دی، په یوه شننه کې چې «پراجکټ سیندیکیټ» ویب‌پاڼې خپور کړی، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې څېړلي او ویلي یې دي چې اسلام‌‎اباد خپل پخوانی نفوذ پر طالبانو له لاسه ورکړی دی.

تارور ویلي چې پاکستان غوښتل د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې خپل نفوذ ټینګ کړي او د هند پر وړاندې ستراتیژیکه ژورتیا رامنځته کړي، خو طالبان له نظامي بریالیتوب وروسته د اسلام‌‎اباد له کنټروله وتلي دي.

نوموړي د طالبانو د حکومت او د پاکستان د پوځ ترمنځ وروستیو سرحدي شخړو ته، او همداراز د افغان حکومت هغه اعلامیې ته اشاره کړې چې پکې د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د برید غندنه شوې وه. هغه دا اقدامات له پاکستانه د طالبانو د لرې کېدو نښې بللې دي.

دغه هندي سیاستوال زیاته کړې: د پاکستان پوځ د طالبانو له نظره اسلامي نه دی، او اوس تحریک طالبان پاکستان هڅه کوي، لکه څنګه چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، همداسې په اسلام‌‎اباد کې هم یو اسلامي دین‌سالاره حکومت جوړ کړي.

تارور خبرداری ورکړی چې افغانستان نور د پاکستان لپاره یوه پانګه نه ده، بلکې یو دروند بار او جنجال دی.

نوموړي دا هم ادعا کړې چې ځینې پاکستاني چارواکو وړاندیز کړی چې امریکایي بې‌پیلوټه الوتکو ته دې اډې ورکړل شي څو له افغانستان څخه د یاغیانو پر ضد کار واخیستل شي؛ چې دا اقدام د اسلام‌‎اباد له پخوانیو سیاستونو سره څرګند تضاد لري.

د هند د پارلمان دغه غړي په پای کې لیکلي چې هند باید دا پرمختګونه له نژدې وڅاري، ځکه دا به د سیمې پر امنیت ژور اغېز ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...