تاند【سه شنبه د ثور ـ غویي ۱۶مه】د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر اېکسپانه لیکلي، چې پاکستان یو ځل بیا د «ابدالي» په نوم بالسټیکي توغندی ازمایلی دی.
نوموړی زیاته کړې: “له بده مرغه مخکې یې هم خپل توغندي د «غزنوي» او «غوري» په نوم نومولي دي.”
کرزي زیاته کړې، حال دا چې همدا اوس هلته میشتو افغانانو سره بد او ځورونکی چلند کیږي.
هغه ویلي، افغانان له پاکستانه د ښه گاونډیتوب پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکي دي او غوره به وي چې د وسلو او توغندیو پر ځای خپل علمي او فرهنگي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم ونوموي.
حامد کرزی داسې مهال دا غبرګون ښيي، چې پاکستان په تېرو درې ورځو کې د هند پر وړاندې د عملیاتي چمتوالي په موخه دوه توغندي ازمایلي دی.
د هند او پاکستان د کړکېچ زیاتېدو سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په تړاو مشورتي غونډه کړې.
پاکستان په دې ناسته کې، په سیمه کې وروستۍ ترینګلی حالت لامل د هند پاروونکې کړنې بللې دي.
پاکستان تور پورې کړی، چې هند غواړي پر پاکستان د پهلګام پېښې د مسوولیت اچولو سره خپله دولتي ترهګري او د دغه هېواد دننه او نورو ځایونو کې هدفي وژنې پټې کړي.