Homeخبرونهد م.م امنیت شورا د پاکستان په غوښتنه مشورتي غونډه کړې

د م.م امنیت شورا د پاکستان په غوښتنه مشورتي غونډه کړې

تاند【سه شنبه د ثور ـ غویي ۱۶مه】د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په تړاو مشورتي غونډه کړې.

پاکستان په دې ناسته کې، په سیمه کې وروستۍ ترینګلی حالت لامل د هند پاروونکې کړنې بللې دي.

پاکستان تور پورې کړی، چې هند غواړي پر پاکستان د پهلګام پېښې د مسوولیت اچولو سره خپله دولتي ترهګري او د دغه هېواد دننه او نورو ځایونو کې هدفي وژنې پټې کړي.

د هند او پاکستان کړکېچ په کشمیر کې د پهلګام له پېښې وروسته تازه شوی.

په یاد وسله وال برید کې ۲۶ هندي سلانیان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان کړل.

د امنیت شورا غړو په سیمه کې وضعیت د لا خرابېدو پر خطر ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنیت شورا د غړو د خبرو اترو او تاوتریخوالي کمولو غوښتنې هر کلی داسې مهال کړی، چې تېرو درې ورځو کې یې د عملیاتي چمتوالي په موخه دوه توغندي ازمایلي دی.

پاکستان پرون دوشنبه هم ویلي وو، چې د هند وروستي اقدام په اړه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...