تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د سې شنبې په ورځ د بېړنۍ مرستې لپاره د بودیجې غوښتنه پیل کړه.
د دې سازمان په وینا، د اپرېل له ۳مې تر مې تر ۳مې نېټې پورې نژدې ۱۱۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا غوښتنه یې د افغانستان او پاکستان د پولې ترڅنګ په هغو سیمو کې د مرستې رسولو لپاره پیل کړې، چې سختو شرایطو او د بودیجې کموالي د زیانګالو وګړو لپاره خطرونه زیات کړي دي.
آی او ایم ویلي، دا غوښتنه به له ۶ سوه زره څخه تر یو نیم میلیون پورې هغو راستنېدونکو افغانانو ته مرسته برابره کړي ـــ چې ډېری یې بېاسناده دي ـــ او د پاکستان له لوري د بهرنیانو د ایستلو د دوهم پړاو له امله اغېزمن شوي دي.
د IOM د عملیاتي چارو مرستیال مشري، اوګوچي ډینیلز، ویلي:
«ډېر شمېر هغه کسان چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، له سخت وضعیت سره مخامخ دي، ځکه چې دوی اړ شوي خپل کورونه، شتمنۍ او کارونه پرېږدي.» نوموړې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې مرستې وکړي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان د وروستیو معلوماتو له مخې، یوازې د اپرېل په میاشت کې هره ورځ په اوسط ډول ۳۰۰۰ کسان د ننګرهار او کندهار له مهمو پولو څخه افغانستان ته را اوښتي، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
آی او ایم همداراز له ایران څخه د ایستل شوو افغانانو خراب حالت ته اشاره کړې ده، ویلې یې دي چې د جنورۍ او اپرېل ترمنځ له ۲۶۵ زره څخه زیات بېاسناده افغانان بېرته ستانه شوي، چې ۷۵ سلنه یې جبري ایستل شوي دي.
IOM او شریکو ادارو یو ځل بیا له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې، پرته له دې چې د کوم شخص قانوني وضعیت په پام کې ونیول شي تر هغو دې د افغانانو جبري ایستل ودرول شي، څو چې د دوی لپاره د خوندي ستنیدو او بیا ځای پر ځای کېدو شرایط برابر شي،.
د سره صلیب او سره میاشت ټولنو نړیوال فدراسیون په وینا، په تېرو ۱۸ میاشتو کې نژدې یو میلیون افغانان له پاکستانه بېرته راستانه شوي دي. ډېری یې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.