شنبه, جولای 19, 2025
Home+افغان فزیک‌پوه ډاکتر محمد تنها د رڼا او ځلا پر لور

افغان فزیک‌پوه ډاکتر محمد تنها د رڼا او ځلا پر لور

پوهندوی آصف بهاند

ډاکتر محمد تنها یو متخصص، په کار مییٔن او نه ستړی‌کېدونکی شخص دی. د خپلو هڅو او زیار په پایله کې یې گڼې بریاوې ترلاسه کړې دي. لیسانس په کابل پوهنتون کې، ماستري او ډوکتورا په جرمني کې، په خپل وطن کې یې هرڅه بې‌ارزښته وارزول شول، بېرته جرمني ته ستون شو او د خپلو‌زده‌کړو او لیاقت له مخې یې، په خپل مسلک کې کار پیل کړ او دا دی له ډېر کار او خواریو څخه وروسته یوه بله ستره بریا هم ور‌په‌برخه شوه چې افغانستان ته، افغانانو ته، خپلې کورنۍ ته او پوهنتوني لویې کورنۍ ته یې بل ویاړ هم وگاټه. ډاکتر محمد تنها په جرمني کې د اتومي انرژۍ د تخنیکي لارښوونو ریٔس گمارل شوی دی.

د ډاکتر تنها د علمي شخصیت او بریاوو په باب باید گڼې مقالې او کتابونه ولیکل شي، ما لا پخوا د ده تر دې بریا مخکې دوې مقالې ورته لیکلي دي:

ــ د افغانستان د تیارو له پاره یوه بله ډیوه، د محمد تنها پي اِچ ډي «PH.D»،

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Bahand_a_de_tyarolapara_rana.pdf

ــ د کوچنیانو ادبیات د یوه ساینسپوه له نظره.

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Bahand_a_de_tanha_nazar.pdf

څوورځې کېـږي چې په میډیا کې د محمد تنها د نوې بریا په باب نظریات راډېر شوي دي. په همدې مناسبت به زه لومړی د افغان فزیک‌پوه ډاکتر محمد تنها بیوگرافي یوځل بیا د دې له پاره راواخلم چې هغو کسانو ته یوځواب وي چې وايي: «نو خپل هیواد او خپل ولس ته یې څه ګټه رسیـږي چې ستا اتل دی!» او بیا به د ده د نوې بریا په مناسبت د ځینو قلموالو نظریات هم راواخلم.

کله چې محمد تنها د ۲۰۱۷ کال په ورستیو کې د خپلې ډوکتورا بریالۍ دفاع ترسره کړه، ما د یوې مقالې په ترڅ کې داسې ورته لیکلي وو:

«محمد تنها درې کاله  او اته میاشتې مخکې له خپل وطن افغانستان څخه، د امیدونو له یو کاروان سره د جرمني هنوور پوهنتون ته د لوړو زدکړو او نویو تجربو د تر لاسه کولو په پار راغلی و او دا دی اوس په هسکه غاړه او د خپلو خلکو او وطن له پاره لا نورو هیلو سره ډک لاس د خدمت له پاره چمتو شو.

محمد تنها نه یوازې د ځان او خپلې کورنۍ له پاره د ویاړ یوه شمله شوه، بلکې د ټولو افغانانو او ټول وطن له پاره ویاړ شو او له ټولو نه وړاندې د افغانستان د پوهنتوني کورنۍ او علمي کورنۍ او د هغوي د اصلي ټاټوبي کابل پوهنتون له پاره، چې په افغانستان کې د پوهنتونونو مور گڼل کیږي؛ د ویاړ داسې هسکه څوکه گڼل کیږي لکه د پامیر او شمشاد هسکې څوکې په څېـر.

« PH.D» ډگري محمد تنها دفاع کړه، خوشاله زه یم ورته او داسې ورته خوشاله یم، لکه خپله مې چې دفاع کړې وي.

له تاندې ځوانې نه را په دیخوا مې، د ژوند په لومړیتوبونو کې یو لومړیتوب د لوړو زدکړو سر ته رسول و، هغه هم د «PH.D»  تر کچې. تر ام اې (M.A) پورې ورجگ شوم، په بریالیتوب سره مې هغه هم دفاع کړ، کوردننه هغه وخت د «PH.D» د زدکړو له پاره آسانتیاوې نه وې. بیا وروسته چې پتنگان؟ را ورسیدل هر څه سره گډ وډ شول، د روزگار ناخوالو وچ کړل، د جفا گانو بادونو په هوا کړل او…

اوس پوهنتوني او علمي کړیو ته گران او ما ته گران محمد تنها زما ارمان پوره کړ. نن (۰۱/۱۲/۲۰۱۷) سهار مې د ده د بریالۍ دفاع پر خبر سترگې خوږې شوې. کوم بل دوست لیکلې و، خو ما د ده فیسبوک پاڼې ته سر ورښکاره کړ، هلته مې د ده په قلم دا متن له څو عکسونو سره تر سترگو شو:

«پرون مې د آلمان هانوور پوهنتون د هستوي او وړانګو فزیک له څانګې څخه له پوره دری کاله او اته میاشتو څېړنیز او تدریسي کار وروسته، په اعلی درجه خپله ډوکټورا دفاع کړه. د ډوکټورا موضوع مې «د کابل او هغه ته څېرمه سیمو په تیـږو، اوبو، خاوره او هوا کې د یورانیمو، توریمو، پوتاسیمو او راډون اندازې مالومول» وو.

په دې څانګه کې وروستۍ ډوکټورا له نن څخه پوره ۴۳ کاله دمخه، پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي د پخوانۍ یوګوسلاویا د بلګراډ له ښار څخه اخیستې وه. په دې تړاو یو بل نامي خبر هم سته خو د ډیسمبر په ۱۲ به یې د پوهنتون له رسمي اعلان څخه وروسته درته ووایم. د کورنۍ، خپلوانو، خاصو نږدې ملګرو او مخلصو آشنایانو له مینې او اخلاص څخه جار سم چي په مادي او معنوي هڅو یې تر دې ځایه را ورسولم. خدای مو په عزتونو لره. توبیت مې زښته برابر ده، ورکړئ زړونه چې ډوکټوراوې ډېرې سي!»

څنگه چې مخکې هم وویل شول د ډاکتر محمد تنها د نوې بریا له‌پاره په سوشیل‌میډیا کې گڼ‌شمېر نظریات او د مبارکیو پیامونه وړاندې شوې دي، دلته به د بېلگې په ډول څوپیامونه راواخلک:

وفا سمندر:

«له دومره سر پرېکېدو او (سر) ورکېدو او هېرېدو سره سره، افغانستان بیا هم سخت په ساه ډک دی.

ډاکتر محمد تنها یو داسې (سر) دی.

که د زوړکړې او خاپوړو له مېنې لېرې شوی، خو هوښیاره دنیا (دی) وينې او ښه یې پېژني، چې څه د ابادولو (سر) دی.

(د جرمني اتومي‌انرجۍ ادارې تخنیکي چارو ریاست) یو نوی پیل دی، تاسو به یې ګورئ، چې نورې څومره رڼاګانې راوړي لخیره سره!

د وطن او ولس آزادخیاله بچیه! له مخې دې رڼا اوسه!

ډاډه یو، چې دنیا کې به د خپل ولس د نوی شعور او ژوندی عقل، سېمبول وې، او لا به ځېلېـږې!»

آصف بهاند:

«څه‌کم اته کاله مخ‌کې مې د ډاکتر محمد تنها د لوړو زده‌کړو (phd) د پای‌ته رسېدو او ښې بریا په خاطر د «د افغانستان د تیارو له پاره یوه بله ډیوه، د محمد تنها پي اِچ ډي ترسرلیک لاندې یوه مفصله مقاله لیکلې وه.

د یادې مقالې په پیل کې ما لیکلي وو:

«زما په قهرمانانو کې یو محمد تنها دی.»

او دا دی زما قهرمان یوه بله قهرماني وکړه چې افغانستان، افغانانو، خپلې کورنۍ او پوهنتوني لویې کورنۍ ته یې بل ویاړ هم وگاټه.

ډاکتر محمد تنها په جرمني کې د اتومي انرژۍ د تخنیکي لارښوونو ریٔس گمارل شوی دی.

دا بریا دې لومړی ده ته او بیا ټولو علم دوسته افغانانو ته مبارک وي!»

د ډاکتر محمد تنها د نوې بریا او نوي ویاړ زما د پاسني پوست له پاره د تایٔدي کامنتونو په لړ کې یو چا د شک او تردید په څپو ګې داسې کامنت هم لیکلی دی:

زما د پاسني پیام په کامنت کې ښاغلي ډاکتر محمد نذیر

احمدزی داسې لیکلي دي:

«نو خپل هیواد او خپل ولس ته یې څه ګټه رسیـږي چې ستا اتل دی!

د افغانستان لپاره به یې د اتومي انرژی د استفادې یوه کوچني عملي پروژه کار کړې وه ترڅو اتل بلل شوی وی»

ما د ښاغلي احمدزي شک ته په لنډ ډول داسې ځواب ولیکه:

ښاغلی ډاکتر محمدنذیر احمدزی تاسو ته په ډېردرناوي باید عرض وکړم چې ډاکتر تنها تر فراغت وروسته په منډه او په بېـړه بېـرته خپل وطن افغانستان ته ځکه ستون شو چې د خپلو زدکړو او تجربو په دایره کې خپل وطن ته خدمت وکړي، خو اړوندو ځایونو کې نه یوازې ده ته د کار زمینه مساعده نه‌شوه، بلکې گڼ‌شمېر خنډونه هم ورته په مخ کې کېښودل شول. حتی په اتومي فزیک کې یې ترټولو لوړه ډګري، مسؤل شخص د دیپلومونو د ثبتولو په دفتر کې ثبت هم نه کړ.

ځکه ډاکتر صاحب تنها مجبوراً بېرته جرمني ته راغی، دلته یې کار پیل کړ او اوس د خپل کار او لیاقت له برکته دا نوی منصب ورکړل شوی دی. دا د فخر وړ خبره ده چې محمد تنها په علمي ډگر کې د افغانستان او افغانانو له‌پاره یو بل ویاړ وگاټه: د دغو علمي دلایلو له مخې یې زه خپل قهرمان گڼم.»

رحمت اریا:

«استاد بهاند صاحب! ځیني زیري داسې وي چې د پښتنو د عامو خبرو پر بنسټ ورته وايي چې دداسې خبر په اوریدلو مې من من غوښې واخیستې. دا په رښتیا د ډیر ویاړ ځای دئ زه ډاکټر تنها ته ستاسو له لارې د زړه له تله مبارکي وایم او د هغوی د نورو بریاوو او ویاړونو هیله کوم. ټولو ته دې مبارک وي.»

ډاکتر نوزادي احمد جان:

«مننه کوم ډاکتر صاحب، دا ستره بریا دی، ډاکتر، او اتل محمد تنها ته، دده و محترمی کورنی په ځانګړی ډول مور او پلار ته، ټول افغانستان ته او په ځانګړی ډول د قلم او کتاب د لاری و لارویانو ته ډیره ډیره مبارک وی، لار دی روښانه وی، بریا دی د بدو سترګو په امان وی او لا دی ډیر نور هم د علم او تکنولوژی د ستورو په ډک اسمان کی و ځلیږی. ستا سو څخه هم مننه چی په زړه پوری مضمون مو ورباندی لیکلی دی، قلم دی تاند اوسه.»

ډاکتر محمد تنها یو هېوادپال او د نوي نسل روزلو ته یو متعهد استاد و او اوس هم عملاً دا کار پرمخ‌بیايي. ډاکتر تنها له خپلې رسمې دندې وراخوا د خپل وطن ځوانانو ته له یوې خوا د ښو کارونو یوه عملي بېلگه ده، له بلې خوا پرته له دې چې څه مادیات ترلاسه کړي، په خپل‌فارغ وخت کې د وطن ځوانانو ته د لوړو زدکړ قوانین تشریح کوي، د لوړو زدکړو لارې او گودرونه ورښیي او گڼشمېر نورې ښېگڼې د ده له علمي شخصیت سره ضمیمه دي.

دغسې مثبتو علمي خبرو د ډاکتر محمد تنها د طلایي شخصیت خښتې جوړې کړې دي، ځکه ما د خپل قهرمان خطاب ورته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...