Homeخبرونهسمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۶ تنه مړه او ژوبل...

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۶ تنه مړه او ژوبل شول

تاند【سه شنبه د ثور ـ غویي ۱۶مه】‏د سمنګانو ولايت د خلم ولسوالۍ په کفتارخانه سيمه کې نن سهار ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

ځایي سرچینې وایي، چې د دې پېښې له امله ۳ تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۳۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

یاد ولایت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌ احتياطي او چټک تګ ښودلی دی.

د یادونې ده چې تېره【شنبه د ثور ـ غویي ۱۳مه】‏د کابل – کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ لوړۍ سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه مړه او ژوبل شوي وو.

په یاده پېښه کې د ۳ ماشومانو او ۲ مېرمنو په ګډون ۷ تنو ژوند بایللی او د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه نور ژوبل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...