تاند【سه شنبه د ثور ـ غویي ۱۶مه】د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، یو چینايي پانګوال غواړي افغانستان کې د ۵۰ ملیونه ډالرو په ارزښت د موټرو د تولید کارخونه جوړه کړي.
د چین «ډونګ فنګ ادی موټورز» شرکت مسئولینو دغه موضوع د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره په لیدنه کې کړي.
د سرچینې په خبره دغه پروژه به د درېیو کلونو په موده کې په څلور فازونو کې عملي شي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې کارخونه کې د تېز رفتاره موټرو سربېره باروړونکي موټر او امبولانس هم تولید کړي.
طالبانو بیا له دغې طرحې ملاتړ کړی او زیاته کړې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به یې د اجرا کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
دا لومړی ځل دی چې یو بهرنی شرکت په افغانستان کې د موټر جوړولو په یوه کارخونه پانګونې ته زړه ښه کوي.