تاند【سه شنبه د ثور ـ غویي ۱۶مه】د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش یو ځل بیا د هند تر کنټرول لاندژ د کشمیر په پهلګام کې د اپرېل د ۲۲ مې وسله وال برید غندلی.
نوموړي ویلي، چې تر برید وروسته د دواړه هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په تېرو څو کلونو کې تر ټوله نازک پړاو ته رسېدلی دی.
په یاده پېښه کې ۲۶ هندي سیلانیان په یوه وسله وال برید کې ووژل شول، چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله.
ګوترېش له دواړو هېوادونو غوښتي، چې له نظامي شخړې ډډه وکړي.
که څه هم دواړه هېوادونه پر یو بل د پوځي یرغل خبرداري ورکوي، خو لا یې ترمنځ کومه نښته نه ده پیل شوې.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې یې د «عملیاتي چمتوالي» په موخه دوه توغندي هم ازمایلي او هند بیا خپلو ځواکونو ته له ځانه د دفاع بشپړ اختیار ورکړی دی.
له دې وړاندې امریکا او ګڼو نورو هېوادونو هم د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې او له پاکستان یې غوښتي، چې هند سره ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
پاکستان د هند وروستي اقدام په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي
همدا ملګرو ملتونو او امنیت شورا پاکستان ته تقویت او مورال ورکړی چې کله په افغانستان کې بریدونه او بمبار کوی او کله په هندوستان او راتلونکی په ایران او چین کې ځکه د دوی د پوځ مشر څو ځلي تکرار کړی چې موږ د امریکا د پروژو تطبیق مسول یو، خواجه آصف
دا چې نړیوال پدې ښه پوهیږی چې پاکستان بشر وژني څخه لاس نه اخلی نو بیا یې ملاتړ د څه لپاره کوی یا مطلب دا چې همدا ملګري ملتونه د امریکا د پروژو د تطبیق لپاره لابیګیری کوی او پاکستان عملي په ساحه کې تطبیق مسول ده
ځکه خو ټرمپ تیر ځل وویل چې موږ پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالر ورکړل خو همکاری یې ونکړه