چهارشنبه, جون 18, 2025
Homeخبرونهټرمپ د مجرمانو لپاره د امریکا د تاریخ د خطرناک زندان د...

ټرمپ د مجرمانو لپاره د امریکا د تاریخ د خطرناک زندان د بیاپرانیستو امر وکړ

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۱۶ مه) د امریکا ولسمشر خپل حکومت ته امر کړی چې د کلفورنیا ایالت سانفرانسیسکو ښار ته نژدې، په مشهور او په عین حال کې بېروونکی ټاپو کې، پخوانی بدنام زندان “الکاتراز” بېرته ورغوي او پرانیزي.

الکاتراز محبس شاوخوا شپېته کاله پخوا تړل شوی و.

ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ماښام د غويي په ۱۴مه نېټه، په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشیال» کې لیکلي: «امریکا له ډېرې مودې راهیسې د شرورو او جنایتکارو افرادو له خوا یرغمل ده، دا د ټولنې هغه پاته شوني دي چې له بدبختۍ او کړاو پرته بل هیڅ خیر ورڅخه نه شي لیدل کېدای.

هغه زیاته کړه: «کله چې موږ یو جدي ملت و، په پخوانیو دورو کې، موږ له دې وېره نه درلوده چې خطرناک مجرمان له خلکو لیرې کړو څو هغوی ته زیان ونه رسوي. باید اوس هم همداسې وشي.»

ټرمپ وړاندې لیکلي: «له همدې امله، زه نن د فدرالي زندانونو ادارې، د عدليې وزارت، ایف‌بي‌آی او د کورني امنیت وزارت ته امر کوم چې یو پراخ، بیا رغول شوی الکاتراز بېرته پرانیزي څو د امریکا تر ټولو ظالم او تاوتریخجن مجرمان پکې بندي شي.»

د اسوشېټېډپرس خبري آژانس د راپور له مخې، دا کار به ښايي له اقتصادي پلوه ډېر ګرانه تمام شي او له ننګونو ډک وي.

الکاتراز زندان په ۱۹۶۳م کال کې د زېربناوو د زړېدو او د ټاپو د ساتنې د لوړو لګښتونو له امله وتړل شو، ځکه ټول توکي لکه تېل، خواړه، او نور وسایل په کښتۍ کې ورته راوړل کېدل.

په داسې حال کې چې د زندانونو ادارې ورته نور ځایونه د زېربنايي ستونزو له امله تړلي، د هغو بیا رغونه او معیاري کول د پام وړ پانګونه غواړي. الکاتراز زندان، چې د ارام سمندر د یخو او زورورو څپو له امله ترې تېښته ناممکنه وه، «پرښه» (صخره) بلل کېده او د امریکا یو شمېر بدنام جنایتکاران لکه ال کاپون او جورج “ماشین‌ګن” کیلي پکې ساتل کېدل.

دا زندان د امریکا د کلتوري تصور یوه برخه پاتې شوی، او د څو مشهورو فلمونو لکه «The Rock» (پرښه) کیسې ورڅخه جوړې شوي، چې په کې شان کانري او نیکولاس کیج رول لوبولی.

د ایف‌بي‌آی پر اساس، د الکاتراز زندان د ۲۹ کلن فعالیت په موده کې ۳۶ کسانو په ۱۴ جلا هڅو کې ورڅخه تښتېدلي، خو تقریباً ټول یا نیول شوي یا وژل شوي دي.

درې ځانګړي زندانیان – جان انګلین، د هغه ورور کلارنس، او فرانک موریس – چې برخلیک یې لا هم ناندریز دی، د ۱۹۷۹ کال په «Escape from Alcatraz»  فلم کې چې کلینټ ایستوود پکې لوبېدلی، انځور شوي دي.

اوسمهال، الکاتراز ټاپو د ملي پارکونو د خدماتو له خوا اداره کېږي، یو تاریخي ملي ځای بلل کېږي او د سیاحت مهم مرکز ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...