چهارشنبه, جولای 9, 2025
Homeخبرونهپاکستان د هند وروستي اقدام په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا...

پاکستان د هند وروستي اقدام په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۱۵مه】پاکستان وايي چې د هند له خوا د سند د اوبو د تړون د تعلیقولو “غيرقانوني او يو اړخيزه” هڅه ده، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې کړي.

پاکستان دغه چاره له نړيوالو ژمنو ښکاره سرغړونه بولي.

د پاکستان حکومت په يو خبرپاڼه کې له امنيت شورا غوښتي، چې د نړيوال امن او ثبات د ساتلو لپاره دې اړين اقدامات وکړي.

‏د کشمیر د پهلګام تر برید وروسته، چې په کې ۲۶ تنه هندي سیلانيان ووژل شول، د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی ورځ تر بلې پراخېږي.

هند د برید غچ اخیستو په موخه د چناب سیند د اوبو بهیر بند کړی او د انډس اوبو تړون یې ځنډولی، چې له ۱۹۶۰م کال راهیسې د نړیوال بانک تر منځګړیتوب لاندې نافذ و.

بل لورته د هند دفاع وزیر راجنات سینګ ویلي، چې پر هند بد نظر لرونکو ته به د پوځ سره په ګډه کلک ځواب ورکړل شي.

د رامنځته شوي کړکېچ په غبرګون کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت ارزونې لپاره بېړنۍ ناسته کوي، څو نړیوالې ټولنې ته دواړه لوري خپل دریځونه وړاندې کړي.

بل لورته هندي رسنیو په دغه هېواد کې د ایران سفارت له قوله راپور ورکړی چې د ایران بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي د روانې زیږیزې میاشتې په ۸مه، هند ته ځي.

عراقچي اوس مهال په پاکستان کې دی او هلته یې د خپلو څرګندونو پر مهال د اسلام اباد او نوې ډيلي ترمنځ په روان کړکېچ کې د منځګړیتوب خبره هم کړې ده.

1 COMMENT

  1. دا هسې ډرامه ده هند او پاکستان جنګ نکوي، هند اوس هم د پاکستان نه ویره لري. هند نه غواړي اقتصاد یې خراب شي مګر پاکستان ته په جنګ کې ګټه حاصلیدی شي ځکه دیوالی دی. هر کله چې ددواړو هیوادو نه د امریکا او اروپایي هیوادو د سفارتونو کارکونکي ووتل بیا د جنګ امکان شته د هغې نه علاوه نور دوی هسې د چرګانو غوندې یو بل ته وزرونه وهي خو حمله نکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب