تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۱۵مه】شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په یوه حکم کې د متحده عربي اماراتو په ښوونځیو کې له وړکتون تر دولسم ټولګي د مصنوعي ځیرکتیا یا AI مضمون جبري کړ.
د یاد هېواد وزیراتو شورا د مصنوعي ځیرکتیا مضمون په نوي درسي نصاب کې شامل کړی او له راتلونکي ښوونیز کال وروسته به د حکومت په مشرۍ د یوه ځانګړي مضمون په توګه تدریسېږي.
په حکم کې ویل شوي، چې متحده عربي امارات پلان لري خپل زده کوونکي له نوې نړۍ او پرمختللو مهارتونو سره بلد کړي.
متحده عربي امارات د خپل ښوونیز نظام د عصري کېدو په لور داسې مهال ګام اخلي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د افغان نجونو پرمخ د زده کړو دروازې تړلې دي.
د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو له مخې د طالبانو حکومت په هېواد کې نږدې درې میلیونه افغان نجونې له زده کړو محرومې کړې دي.
په ځلونو ځلونو په کور دننه او د باندې د افغان نجونو پرمخ د زده کړو د تړلو دروازو د خلاصون غوښتنې وشوې، خو د کلونو په تېرېدو بیاهم د نجونو د زده کړو د پیل هیلې نه دي ښکاره شوي.