Homeخبرونهټرمپ، امریکا ته له بهره واردېدونکو فلمونو باندې ۱۰۰ سلنه تعرفه لګوي

ټرمپ، امریکا ته له بهره واردېدونکو فلمونو باندې ۱۰۰ سلنه تعرفه لګوي

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۱۵مه】د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، پر هغو فلمونو چې له امریکا د باندې تولیدېږي او بیا دغه هېواد ته واردېږي، ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې رسنۍ لیکلي، چې دا د نورو هېوادونو له لوري همغږې هڅه ده او دا یې د امریکا متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښ هم بللی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې پر بهرنیو فلمونو به دغه تعرفې څنګه عملي کېږي، خو ټرمپ ویلي د امریکا فلمي صنعت ژور تدریجي مرګ تجربه کوي ځکه چې نور هېوادونه د فلم جوړونکو د جلب لپاره مالیاتي اسانتیاوې برابروي.

د یادونې ده چې په تېرو کلونو کې فلمونه او تلویزیوني پروګرامونه له هالیووډ بهر هغو هېوادونو ته لېږدول شوي، چې هلته د مالیاتو تخفیف او نور مالي امتیازات موجود دي.

له دغو فلمونو ډېری یې په کاناډا، برتانیا، استرالیا او مرکزي اروپا کې تولیدېږي.

بل لورته یو شمیر رسنۍ د د ProdPro په نوم د یوې څېړنیزې ادارې په حواله وایي، چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا نیمايي د هغو فلمونو او تلویزیوني پروژو بودیجه چې له ۴۰ ملیونو ډالرو پورته وه له امریکا د باندې لګول شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې سره امریکا کې د فلم تولید ۴۰ سلنه کم شوی دی.

د هالیوډ چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...