دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمیرمنموږ شربت ګله يو/ ملالي بشیر

موږ شربت ګله يو/ ملالي بشیر

افغانه نجلۍ چې چا يې تر اوسه ږغ نه دی اورېدلی، د مسکا شاهد يې نشته، هغه نجلۍ چې ټول ژوند يې د بل لپاره تېر کړ او کله چې خدای ورته لاره برابره کړه چې د ژوند ټول کړاوونه یې ختم شي، فرصت ورته برابر شو چې د ځان غوندي د مليونونو نورو ږغ جوړه شي، د نړۍ پر کچه د هغوی د حقونو مدافع شي، دې د خلکو له ډاره، د مذهبي افراطيانو د ټاپو له بيري د ښه ژوند او د اولادو روښانه راتلونکی په لغته وواهه او يوازي يې دا غوښتنه وکړه چې حج ته دې ولېږل شي. دې هغه څه وکړل چې له هرې افغانې يې تمه کيږي.

کله چې د دې مېړه رحمت ګل د تور ژيړي په ناروغي اخته شو او بيا له همدې کبله مړ شو، هيڅ ټاپه وهونکي، چې له بيري يې شربت ګلې په امريکا يا کوم بل ښه هيواد کې د هوسا ژوند فرصت په لغته وهلی وو، د مرستې لاس ورونغځاوه. هيڅ چا شربت ګله ښه مسلمانه يا ښه پښتنه ياده نه کړه. د ټولو هېره شوه. که شربت ګله امريکا يا کوم بل هيواد ته کډه شوې وای، ولې به د پاکستاني شناختي کارډ محتاجه کېده؟ ولې به زندان ته تله؟ خو دې هغه څه کړي وو چې له هرې افغانې يې تمه کيږي.

شربت ګله په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې څېره ده. د نړۍ په هر مشهور موزيم کې د دې د عکسونو نندارتون جوړ شوی، په هر هيواد کې لږ تر لږه يو ځل د دې په اړه په کنفرانسونو کې خبرې شوي دي. په نړۍ کې به داسي ډېر کم کسان وي چې شربت ګله نه پېژني. شربت ګله پر دومره شهرت سربېره بيا هم دومره بې وزلې وه چې اوس پخپله د تور ژيړي په ناروغي اخته ده خو تر اوسه یې علاج نه وو پيل شوی.

که موږ له شربت ګلې سره داسي چلند نه وای کړی لکه د هرې افغانې سره چې يې کوو، له دې مو غير انساني تمې نه کولای، دا مو په يوه او بله ټاپه نه بېرولای، اوس به شربت ګلې د نورو ښځو لاس نيوه، د دومره مايوسۍ په حال کې به (افغانه نجلۍ) په خړه خیرنه چادري کې د پنجاب په جېل کې نه وای بنديوانه.

کله چې دا مشهوره شوه، له لومړۍ ورځې د ښځو مدافع ادارې بايد له شربت ګلې سره درېدلي وای، دې ته یې دومره جرآت او ډاډ ورکړی وای چې دا د نورو افغانو ښځو يوازي مخ نه وای بلکه د هغوی ږغ هم وای. شربت ګلې بايد په هغو کنفرانسونو کې چې د دې په اړه په ټوله نړۍ کې کيږي، پخپله لکچرونه ورکولای، خبرې يې کولای او د افغانو ښځو د تعليم او پرمختيا لپاره يې کار کولای. افغانانو بايد دې ته دومره درناوی کړی وای او د دې پلوي يې کړې وای چې شربت ګله يا د ښځو په برخه کې او يا هم د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو استازې ټاکل شوې وای.

شربت ګله په هره مانا د نن ورځې د افغانې ښځې تصوير ده. د دې بې وسي او بې وزلي، بې زباني او بې زړه توب يې د يوې عادي افغانې ښکارندوی دي. شربت ګلې لکه بله هره افغانه، خپل ټول ژوند د نورو د خبرو تر اغېز لاندي په بې وسۍ کې تېر کړ خو هيڅ چا هم دا ښه ونه بلله او کله چې په تور جېل کې بنديوانه شوه، هغو چې دا یې له بيلابيلو ټاپو بېرېده، هم دومره غيرت ونکړ چې د دې د حق لپاره خوله پرانيزي.

له دې ټولو تجربو وروسته، افغانان اوس هم فرصت لري چې شربت ګلې ته ډاډ ورکړي چې د دې ملاتړ کوي او له دې سره مرسته وکړي چې وښيي هيڅ افغانه نجلۍ نه ده مکلفه چې خپل ژوند د نورو د خبرو له ډاره خاوري کړي چې پای يې تور زندان وي.

1 COMMENT

  1. سلامونه؛
    هوکې بشیر( ملالې) خور رشتیا دې وویل.
    تش په نامه پوکستیاین!!! له یوسفزۍ ملاله نه څه جوړه نه کړله ؟ خو په ډیره خواشینۍ د همهاغه غیرتي یوسفزی قبيلې څخه فیمس جرنالیسټ ! د شربت ګلې د فوتوګرافر لیژلې پیسې ،لکه د آی-ییس-آی اجنټانو (چې د افغان جهاد کروړونو ډالرې مالرې ېې کوړم ته کړلې،) غلا کړلې ، طالبان ېې باید لاسونه پرې کړي!
    آ بل بېغیرته او بې انصافه بن-ابلیس عمرآن! پس له ۲ هفتو وایی: پوکستیاین دې شربت ګله نه باسي ؟ مانا دا چې اولادونه دې هم ورته په تور-او زیړ ژیړي مبتلا او لکه د میلیونهاوو افغاني مهاجرو؟؟ میرمنو دکچهګرئ، پبو-شمشتو- ا.د.ن. کیمپونو نیولې تر بولدک تورخم پکتیکا …. دروازو لالهانده ، ګرځي ؛ ګناه ېې هم داده چې د دوی مردار ښناختي پیس! ېې د پرویز خټک؟؟؟ په ګوورنري کې افغان کومیسارۍ کښې جعلي جوړ کړی؟ .. تو لعنت پر دا بې منطقه بهانې!!.
    لاکن ژوندی او ګړندی دې وي ښاغلی دوکتورا زاخیلوال صاحب چې له ټولو افغان سفیرانو او تش په نامه ډیپلوماتانو نه ېې نمبر ویوړ او په پوره میړانه او افغاني غیرت د خپلې خور تر شا ودرید ،اوس نو داکټر غني صاب ته لازمه ده چې دا او ورته پېښې د غولمرګان چینګې خولې پر مخ ووهي چې ، لا د ټاکنو نتایج نه وو اعلان سوي مګر پوکیستیانی پوچې میډیا د غولمرګان عکس چاپ کړی وء؟.. او تړاو ېې د کندز ،غور،اچين او نورو پښتنو میشتو سیمو کې د پنجاب-پنجشیرپنجده-قم نامکدسه مثلث سره وسنجوي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب