یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني استازي لخوا د طالبانو د رژیم د یو شمېر کړنو...

د پاکستاني استازي لخوا د طالبانو د رژیم د یو شمېر کړنو ستاینه

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم سره د ترینګلو اړیکو سره – سره، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني نن د دغه رژیم د ځینو کړنو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې د نشه يي توکو کښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی.

دراني خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان اړوند مثبت ټکي هم شته او هغه د فساد کمښت، د امنیت ټینګښت او د دې هېواد د راکړې ورکړې زیاتوالی دی.

دراني څه موده مخکې په افغانستان کې د ۶ زرو پاکستاني طالبانو د موجودیت او له هغه ځایه د دوی خلاف د فعالیت ادعا کړې وه.

د هغه څرګندونې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رد کړې او په دې اړه یې ترې د اسنادو غوښتنه کړې وه.

2 COMMENTS

  1. زه د تاند وروستیو خبرونو ته ډېر په سوچ کې یم. داسې ښکاري لکه د دې ویب سایټ د مدیریت چارې چې د کوم پاکستاني لاس ته لوېدلې وي. ډېر وخت کیږي چې د افغانستان د ملي ګټو پرځای داسې مواد خپروي چې د پاکستان ملي ګټې ډېرې منعکسوي. مثلا دا خبر مطلق د پاکستان په ګټه دی. ده نه وروسته چې کوم خبر راغلی او د وسله والو تصویر ورسره خپور شوی دی هغه له ما نه دی پرانستی خو ۱۰۰٪ معلومیږي چې د پاکستان درنه په کې ویل شوې ده.

  2. بې ایمانه او منافق انسان دی .
    ما یو کولابی ونه لید چې د ایران او یا خپل پلرني وطن تاجیکستان پرضد تبلیغ وکړي ، خو دا ګل خان که هرڅومره غټه رتبه او څوکۍ ولري ، بیا به هم په خپل پلرني وطن او ټاټوبي پسې لکه سپي غاپی . لعنت پرتاسو چاپلوسانو او ګل خانانو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب