یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودیت اسناد مو طالبانو...

پاکستان: افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودیت اسناد مو طالبانو سره شریک کړي

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وایي چې دوی په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم سره د پاکستاني طالبانو د هغو پټنځایونو معلومات شریک کړي، چې په وینا یې د افغانستان په خاوره کې دي.

هغې په یوه خبري ناسته کې دا غوښتنه هم وکړه، چې د طالبانو رژیم دې د دغو پټنځایونو پر ضد عملیات وکړي.

ممتاز بلوچ په دې تړاو نور جزییات وړاندې نه کړل.

تېره اوونۍ، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني ادعا کړې وه چې په افغانستان کې تر شپږ زرو پورې پاکستاني طالبان پټ دي او د پاکستان خلاف وسله وال فعالیتونه کوي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیج الله مجاهد دغه ادعا رد کړې او ویلي وو، چې پاکستان دې په دې اړه اسناد ورسره شریک کړي.

طالبانو د پاکستان د تازه ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې طالب رژیم له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت د سولې پر مذاکراتو ټینګار کړی و او هم یې کابل کې د دغو مذاکراتو کوربه توب کړی و.

له دې سره، ویل کیږي چې د طالب رژیم ځینو کړیو په افغانستان کې د موجودو پاکستاني طالبانو په وژلو کې له پاکستان سره مرسته کړې ده.

پاکستان څو ځله د پاکستاني طالبانو د وژلو په ادعا، د افغانستان پر خاوره هوایي او توغندویي بریدونه وکړل، چې پر وړاندې یې د طالب رژیم کمزوری دریځ د افغانانو نیوکو سره مخ شو.

2 COMMENTS

  1. افغانانو خو ۴۵ کاله اسناد وړاندې کول هم د مجاهدینو په اړه او هم د طالبانو په بارکې او تاسو به ویل چې دلته نشته همدا شان مونږ هم درته وایو چې جنګیالي نشته د هغوی مرکزونه و پټنځایونه په پاکستان کې دي د ای اس ای په کمپونو کې. یو څو کورنۍ مهاجر شته چې ستاسو د عملیاتو، بمباریو او ظلم نه دلته راغلي او خپله غریبي کوي.

  2. ټي ټي پي په افغانستان کې د دوی د موجودیت په اړه د مولانا فضل الرحمان ادعا رد کړه
    https://taand.net/?p=227795
    فضل الرحمان، چې څو ورځې مخکې یې د پښتونخوا په باجوړ کې د پلویانو پر غونډې د ځانمرګي برید له امله تر پنځوسو زیات کسان ووژل شول او تر دوه سوو نورو ټپیان شول، په یوه وینا کې وویل، چې نا امنۍ جوړونکې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.

    هغه دا هم وویل، چې د پاکستان حکومت باید په افغانستان کې د طالبانو له حاکم رژیم څخه د دغو ډلو پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړي.
    https://taand.net/?p=218929
    فضل الرحمن د ناروغۍ په پلمه له سياسته رخصت اخيستی
    https://taand.net/?p=216673
    مولانا فضل الرحمن: د شوروي خلاف جهاد نه دی شوی، موږ ټولو د امریکا خدمت کاوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب