جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي په افغانستان کې د دوی د موجودیت په اړه...

ټي ټي پي په افغانستان کې د دوی د موجودیت په اړه د مولانا فضل الرحمان ادعا رد کړه

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۱۶ مه )  د تحریک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) په یوه اعلامیه کې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان هغه ادعا رد شوې، چې ګواکې ټي ټي پي په افغانستان کې حضور لري.

په دې اعلامیه کې، چې د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني خپره کړې، راغلي چې د پاکستان چارواکي او سیاستوال په داسې خبرو پر خپلو ناکامیو پرده اچول غواړي.

فضل الرحمان، چې څو ورځې مخکې یې د پښتونخوا په باجوړ کې د پلویانو پر غونډې د ځانمرګي برید له امله تر پنځوسو زیات کسان ووژل شول او تر دوه سوو نورو ټپیان شول، په یوه وینا کې وویل، چې نا امنۍ جوړونکې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.

هغه دا هم وویل، چې د پاکستان حکومت باید په افغانستان کې د طالبانو له حاکم رژیم څخه د دغو ډلو پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړي.

د کابل د بهرنیو چارو حاکم وزیر ملا امیرخان متقي بیا د مولانا فضل الرحمان ادعا ته له څرګندې اشارې پرته ویلي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته خطر نه دی او که کوم هېواد له دې اړخه اندېښمن وي، دوی سره دې خپلې اندېښنې شریکې کړي.

د فضل الرحمان پر پلویانو د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخېستی او ټي ټي پي دا برید غندلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب