جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د چاغښت د مخنیوي هورمون کشف شو

د چاغښت د مخنیوي هورمون کشف شو

تاند- کاناډايي څېړونکي وايي، یو هورمون یې کشف کړی چې د انسان د چاغښت له مخنیوي سره مرسته کولی شی.

د ساینس الرټ ویبپاڼې د راپور له مخې، د کاناډا د مک مسټر پوهنتون څېړونکو هغه مهال دا هورمون کشف کړ چې پر موږکانو یې تجربه کوله او ورته څرګنده شوه چې هغه د وزن په کمېدو کې اغېز لرلی شي.

زیات وزن نن سبا د ډیرو لپاره لوی سرخوږی دی او ډیر کسان هڅه کوي چې په غذايي رژیم او درملو یې مخه ونیسي خو لا هم ډیری کسان نه بریالي کېږي.

د مک مسټر پوهنتون څېړونکی ګریګوري شتاین برګ وايي، پر موږکانو د تجربو په ترڅ کې ورته معلومه شوه چې د (GDF15) په نوم د ودې د توپیر عامل د دې خنډ کېږي چې د خوړو د اندازې د کمولو په صورت کې د انرژۍ اندازه په اتومات ډول ټیټیږي.

تر دې وړاندې څېړنو ښوولې وه چې د ودې د توپیر عامل یا جي ډي ایف ۱۵ د هغو خوړو پر اندازې اغېز کوي چې موږک یې خوري او اوس څېړونکي وايي چې په اوږد مهال کې د وزن له کمېدو او رژیم سره مرسته کوي.

خو لا هم وختي دی چې ثابته شي چې ایا دا هورمون به د انسان د وزن له کمېدو سره پوره مرسته وکړي او که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب