جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتاجیکستان: د طالبانو واکمنیدو سره مو افغانستان سره پر پوله ۱۰۰ سرحدي...

تاجیکستان: د طالبانو واکمنیدو سره مو افغانستان سره پر پوله ۱۰۰ سرحدي پوستې جوړې کړي

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۱۶ مه )  د افغانستان د ګاونډي هېواد تاجیکستان یوه مقام ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره دغه هېواد د افغانستان- تاجیکستان پر پولې شاوخوا ۱۰۰ نوې سرحدي پوستې جوړې کړي.

د تاجیکستان د امنیتي څېړنو د یوه مرکز مشر خیرالدین عثمان‌زاده ویلي، چې د دې پوستو جوړولو اصلي انګېزه هغه اندېښنې دي، چې د افغانستان له خاورې دوی ته د امنیتي ګواښونو له پلوه پیدا شوې دي.

هغه په افغانستان کې د تاجیکستان د حکومت د مخالفې وسله والې ډلې انصارالله د جنګیالیو د موجودیت ادعا کړې او ویلي، چې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره یې نوې سرحدي پوستې جوړې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم بیا تل رد کړې، چې ګوندې له افغان خاورې کوم هېواد ته خطر پېښ وي، یا د کوم ګاونډي هېواد د حکومت مخالف وسله وال په افغانستان کې مېشت وي.

تاجیکستان د طالبانو د رژيم یو شمېر مخالفو څېرو؛ په سر کې د ملي مقاومت په نوم جنګي ډلې ته پناه ځایونه ورکړي، چې له دې امله یې طالبانو سره وخت په وخت ناندرۍ رامنځته شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب