جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهشهرنو پارک یوه شرکت اجاره او د بیارغونې کار یې پيل کړ

شهرنو پارک یوه شرکت اجاره او د بیارغونې کار یې پيل کړ

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۱۶ مه )  د کابل ښار په زړه شهرنو کې د دغې سیمې مشهور پارک یوه خصوصي شرکت ته په اجاره ورکړل شوی او دغه شرکت یې په عصري ډول د بیارغونې کار پيل کړ.

د پارک د بیارغونې د پيل چارې د طالبانو د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند او یو شمېر نورو چارواکو په لاس افتتاح شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم معین مولوي قدرت الله جمال وویل: د «شهر نو» پارک پروژې د پانګونې اندازه ۱۴ میلیونه ډالره ده؛ له دې پروژې څخه د واکمن رژیم عواید ۲۸ میلیونه ډالره دي او په پارک کې ۵۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ په یاد پارک کې ۶۰۰ متره مربع ځمکه د معیاري جومات لپاره او د پارک د زرغونتیا لپاره ۶۵ سلنه ځمکه انتخاب شوې ده او دغه راز د ۳۰۰ موټرو لپاره د معیاري پارکینک ځای، تر ځمکه لاندې سوداګریز مرکز، د پارک په څنډه کې سوداګریز کمپلکس، د ښځینه‌وو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز، د فوټسال لوبغالی، تفریحي ځایونه، رسټورانټونه، د لامبو حوضونه او نورې آسانتاوې په پام کې نیول شوی دی.

د یادونې وړه ده چې د «شهر نو» پارک عمومي چوکاټ په ۹۳ زره متره مربع ځمکه کې مشخص شوې ده چې د «مصطفی صادق عظیمي» شرکت له لوري په درېو کلونو به په معیاري او عصري ډول بیا ورغول شي.

4 COMMENTS

  1. دشهری پارکونو مانا د ښار لپاره اقلاً د یوی ازاده او شنې فضا برابرول دی، دی ته د ښارونو سږی هم وایی. دا ساحه لا پخوا هم د ونو، بوټو او ګلانو لپاره وړوکی او نا کافی وه، اوس چی مارکیټ، جومات، د موترو تمځای او سړکونه شی، نو بیا د پارک نوم ورباندی نشو ایښودلای. پخوا هم دا ډول غلط کارونه شوی او اوس تر پخوا بدتر، بس اوریدلی یی دی شهرنو!! وحشی مخلوقه
    پخوا په دی ساحه کی یو کوچنی د تیلو ټانک، یود ښځینه فاتحو سالون، یوه سینما(پارک ننداری) او څو تشنابونه وو، نور ټوله شنه او د ونو او بوټو لرونکی وه. داچی اوس دومره تاسیسات پکې جوړوی، فکر نه کیږی چی یوه لویشت به بوټو او چمن یا ونو ته پاتې نشي. په اصل کی موږ دښارونو دننه څه شی ته ضرورت نه لرو، زموږ ټول ضروروتونه ولایاتو او کلیو کی دی. کلیو کی ته بریښنا او اوبه ورسوو، ښوونځی او کلینکونه ورته جوړ کړو، د مالداری تاسیسات، د وترنری کلنیکونه، دزراعتی ترویج یونټونه او شعبات، د میوه لرونکو باغونو ترویج، کلیو کی د چرګانو روزنی، ورویښمو چنجیو، کب روزنی ، د شاتو د مچیو روزنی او د کلیوالی لاسی صنعت ودی ته اړتیا ده، شهر نو هسی هم جوړ یا ناجو یو څو جریبه ځمکه ده په دی وطن نه ګل و ګلزار کیږی، لاړسه کلی وګوره او ولایتونه اباد کړه. خلکو ته د کښت لپاره اوبه برابری کړه آدننګرهار څلور میکانیزه فارمونو په جوړ او د یو لوی کانال او بریښنا د فابریکی په جوړولو یی مکمل ولایت راته زرغون کړ، د هلمند پروژې د ټول هلمند بڼه بدله کړه دنفت او ګازو تاسیساتو د افغانستان لپاره د انرژی منابع وموندلی دغه ډول کارو ته ضرورت لرو شهر نو یی نوی لیدلی . ولس درنه په ټېښته ده ته شهرنو جوړوی خلک یو مړی ډوډی نلری په عشر وزکات او جبری مالیاتو دی زړونه وروچاودل د تعلیم مخه نیسی او شهر نو کی آبادی کوی واه واه

  2. د وروڼو د لیکنو په تایید باید اضافه کړم چي ژوند له اوبو سره تړلی ؛ خالق دِ کائناتو فرمایی ـ
    و جعلنا من الماءِ کلَ شیءِِ حی ۰
    نو اوس چي د څښاک اوبه په کابل کی لوی مشکل ګرځیدلی ؛ حسب حاجات اولیه حیاتی د جمهوریت ناتمامه حیاتی پروژه د پنجشیر د سیند اوبه کابل ته رسول به تر ټولو اهم وی او همدا څلور
    نیم میلیارده عواید د ښاروالی باید ورکی مصرف شی ، ځکه انسان ، حیوان او نبات ټول اوبو ته شدیداٙٙ اړ دی نو لدی حیاتی اړتیا نه وروسته بیا تزئینی او ښکلا ته پاملرنه حسب ترتیب حاجات شهری او انسانی چی متخصصینو تثبیت کړی معقولیت لری او رضائیت د ملت هم ورسره ټینګ تړاو لری ۰
    د مظلوم مجاهد ورور ملا عبدالغنی برادر ملت، خاصه پاملرنه غواړم او الله رب العزت دِ ریښتونو
    خادمانو مل دی ۰

  3. سره لدې چې له طالب څخه ما پخپله او فامیل مې زیات زیان لیدلی، خو تکراروم کچېرې د افغان ښځو پروړاندې د کرکې چلند، د عصري تعلیم سره دښمني او د غیرطالب افغانانو سره تبعیض ختم کړي، له دوی غوره بدیل نشته، تر سلو کالونو خو د حکمرانان وي. دا خبره پدې پسې رایاده شوه چې د جمهوریت په ټوله شل کلنه دوره کې، سره له بې شمېره امکاناتواو پیسو، مفسدې ښاروالی، د ښار جوړولو وزارت او حتی ارګ د ځان په څو متری کې د کابل په مهم سوداګریز مرکز کې دا یوه ټوټه ځای اباد نشو کړلی متاسفانه. زما پوهنتون د پارک ترڅنګ وه، باور وکړی له کثافاتو، بدبویی او پوډریانو دلاسه د پارک له منځه څوک نشو تیریدلای. نه یوازې دا پارک، بلکې نور دولتي پارکونه همداسې د بدبختی، میکروبونو او پوډریانو مرکزونه وه، نور ښارونه خو پرېږده د هیواد پلازمینې ته کوم اساسي کار ونشو، خو برعکس زنا ، شراب او کباب او همدارنګه د جنګسالارانو قبرونو جوړولو ته بشپړې روپی موجودې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب