جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیونیسکو د غزني د ۶ تاریخي آبدو په رغولو پيل وکړ

یونیسکو د غزني د ۶ تاریخي آبدو په رغولو پيل وکړ

تاند: ( دوشنبه، د زمري ۱۶ مه ) د غزني د اطلاعاتو او کلتو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت ۴.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو تاریخي آبدو د بیارغولو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتو رئیس ملا حمیدالله نثار وویل، چې په دغه ولایت کې د خواجه ملکیار پرنده تاریخي آبدې، د غزني د زاړه ښار برجونو، د غزنویانو دورې د منارونو د فرش ډبرې او د تاج اولیاء تاریخي مقبرې د بیا رغولو چارې پیل شوې.

نثار زیاته کړه چې د یادو ۶ تاریخي آبدو په بیارغولو شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د یونسکو له لوري ورکول کېږې.

په ورته وخت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي له نړيوالو غوښتي، چې تاریخي او فرهنګي مسایل له سیاسته لرې وساتي او له افغانستان سره د تاریخي آبدو په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

د غزني چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې ۱۰ تاریخي آبدې هم بیارغولو ته اړتیا لرې او یو شمېر دغه تاریخي آبدې د نړېدو له ګواښ مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب