شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د محمد طارق بزګر د ۳۴ کلنو فرهنګي خدمتونو ستاینه

د محمد طارق بزګر د ۳۴ کلنو فرهنګي خدمتونو ستاینه

لیکوال: کاندید اکادمیسن اعظم سیستاني

ژباړه: هیله تبسم

د محمد طارق بزګر د دعوت مجلې او دعوت سایټ د ٣٤ کلونو فرهنګي خدماتو تقدیر او ستایل.

محمد طارق بزګر د افغانستان یو له هغو ځانګړو اشخاصو څخه دی چې د خپل خوږ عمر ٣٤ کلونه (١٩٨٨-٢٠٣٢) یې دخپلو هېوادوالو د افکارو او اذهانو په تنویر کې د دعوت مجلې او دعوت میډیا ویبسایټ له لارې، مصرف او صرف کړي دي.
٣٤ کاله مطبوعات او خبر رسول بغیر له کومې دمې او اجورې، زموږ د هیچا لوستونکی او قلمي همکارانو په وس او طاقت کې نه دي.

د ټولنپوهنې عالمان د انساني شخصیت د جوړېدو او عواملو اړوند وایي: ”شخصیت له ارثي جوړښت او د هغه له چاپیریال څخه عبارت دی.“ یعنې انسان له ځانګړو جنټیکي ځانګړنو سره نړۍ ته سترګې غړوي، او وروسته له هغه یې سر او کار له شاوخوا ټولنیز چاپیریال سره وي. شاوخوا چاپیریال عبارت له کورنۍ، ګاونډیان یا د کلي اوسېدونکي، وړکتون او ښوونځی او بلاخره ټولنه ده چې د انسان شخصیت ته په شکل ورکولو کې مهم رول لري.

په هغه چاپیریال کې چې انسان رالوی شوی دی، که وغواړي او ونه غواړي تر اغېز لاندې یې راځي، که له خپل شاواخوا خلکو یې محبت لیدلی وي، له نورو سره هم په محبت چلند کوي، او که چېرې یې زجر او تاوتریخوالی لیدلی وي؛ طبعاً غوسه ناک او له نورو سره په تریخ چلند مخکې ځي. خو ذکاوت، خلاقیت او نوښت د انسان له وراثته سرچینه اخلي. به همدې علت د یوې ټولنې انسانان، د یو ډول استعداد او خلاقیت قابلیت نه لري او هر یو یې له ځانګړو مختصاتو او ځانګړنو پورې منحصر دي چې په همغه ډول له نورو سره متمایز کېږي.

تر هغه وخته چې انسان د زندګي او کار په برخه کې مهارت، او لیاقت کې تبارز نه وي لیدلی، نشي کولی چې په اړه یې معلوم نظر ارایه کړي. یوازې د کار او ژوند پراتیک دی چې د انسان ظرفیت او توانایي متبارز کوي او نور له ځانه متأثره کوي، او د شاواخوا خلکو حسن نظر یا هم سوءنظر پر خپل وړاندې راپاروي.

مثلاً: تبارزي انسانان له ځانه ځانګړي قابلیتونه په سیاسي، نظامي، ټولنیز، فرهنګي، فلسفي یا هم هنري برخه کې اثار (لکه: کتاب، مقاله، رساله، یا یو هنري اثر لکه: موسیقي سندرې، تابلو یا هم مجسمې) تر شا پرېږدي او د همدې نوښتونو لپاره په ټولنه کې متبارز او د نوم او شخصیت څښتن کېږي. د دې ډول خلکو پېژندنه چندان سخت کار نه دی او کولی شو د هغوی د اثارو له لارې د هغوی پر اندونو، نظریو، نیتونو او پیغامونو پوه شو او د ټولنې راتلونکې او اوسمهال ځوان نسل ته یې ورمعرفي کړو.


پېغلې/ځوانان هم لېوال دي تر څو د بریالي، برجسته او نوښتګرو اشخاصو له کرکټر او کارنامو یو څه زده کړي او خپل شخصیت ته تکامل ور وبښي. طبعاً دا احساس هغوی د هڅې او ترقي تلو ته بیایي او خپلې علمي درجې او له لټۍ یې د عزتمند او هوڅا ژوند خواته هڅوي.

هغوی د لیاقت په ابراز، نوښت، درایت، کسب علم او فضیلت، رښتینولي او وطندوستي په برخه کې د ژوند له آزموینې په بریالي ډول تېر شوي دي، هغه ځانګړي خلک دي چې د نورو د ویاړ او سرمشق مایه، او هم د رښتیا او انسان دوستي الګو ګرځي. خو هغه انسانان چې د استعداد، ذوکاوت، نوښت او لیاقت خاوندان دي، معمولاً له ریاکاري او دروغو سره متوسل کېږي، او معلومدار کمزوری، اپرچونسټ او ابن الوقت دي چې د شخصي ګټو د ساتلو یا لاسته راوړلو لپاره هر چاته سر ټیټوي او د خپل قادر ارباب د توجه راجلبولو لپاره حاضر دي چې هر ډول سپک توب ته ځان ورکړي.

موږ هر یو پخپل روزمره ژوند کې، له دواړو ډلو خلکو، ښو، بدو سپکو انسانانو سره مخ شوي یو. نېک خلک نېک یادوو او له فاسد او دروغجن انسان څخه د کرکې او انزجار ابراز کوو.

له بحثه ونه وځو، بحث د محمد طارق بزګر، یو د افغانستان له فرهنګي شخصیتونو او بریالي ژورنالیست پر سر دی چې له هېواده بهر اوسي.

ښاغلي بزګر ولې دا دومره وخت، انرژي، جسمي، مادي او معنوي توان په دې لاره کې مصرف کړی دی؟ آیا د هغه دا ټولې هڅې او کوښښونه د مقام د لاسته راړولو یا دولتي څوکۍ لپاره دي؟ نه خیر. زه فکر کوم چې علت یې له خپل هېواد، هېوادوالو، ژبې او فرهنګ سره بې اندازې مینه ده. هغه مینه چې ما د دې نېک خصلته، مؤدب، صابر او منلي انسان په وجود کې د افغانستان لپاره درک کړې ده، له هغې مینې کمه نه ده چې اعلیحضرت امان الله خان د خپل هېواد د ترقي او پرمختګ لپاره درلوده.

بزګر د ښکلي، سمسور او په کاج او نښترو پوښلي ولایت کنړ څخه دی. کنړ یو له شمال شرق لېرې ولایاتو څخه دی چې د هندوکش د غرو په لړۍ کې پروت دی او د ښکلو، طبیعي او جذاب منظرو درلودونکی دی. په دې دَرو کې مست او له اوبو ډک رودونه او ښکلي چینې د غرونو په لمنو کې جاري دي، چې د حیوناتو، انسانانو او نباتاتو د حیات مایه ده.

ښاغلی بزګر په یوې داسې آزادې، د ښایسته اوبو او هوا درلودونکې، او په یوه تعلیم یافته کورنۍ چې د پښتون قلم، استعداد، نوښت او قابلیت درلودونکې او به وطنۍ مینې سمبال کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي، او د خپلو والدینو، وروڼو او خویندو د عطوفت، محبت، صفا او صمیمیت یې ولیدو، رښتیا او صداقت یې ترې واورېدو او په تدریجي ډول لوی شو، تر دې چې ښوونځي ته لاړ او له خپل ښوونکي یې هم د آزادي، صداقت او محبت درس لکه څنګه چې یې له خپلې کورنۍ اورېدلی و، په تکرار سره واورېدو او زده یې کړ. بزګر چې کله د نوې ځوانۍ په مرحله شو او غوښتل یې د کابل په نادریه کې لیسه کې یوولسم ټولګی خلاص کړي او پاتې تحصیل ته په هېواد کې ادامه ورکړي؛ خو متأسفانه چې د شوروي یرغل یې پر هېواد، هغه د خپل هېواد له غېږې لېرې کړ. هغه په ١٩٨٠ کال کې د نورو زرګونو کسانو په څېر د مهاجرت لاره غوره کړه او له کابله پېښور ته لاړ. هلته یې خپلو درسونو ته دوام ورکړ او له پېښور پوهنتون څخه یې د سیاسي علومو او اسلامیه کالج څخه یې په اسلام کې لیسانس واخیست، او په داسې حال کې چې ٢١ یا ٢٢ کلن و، ناروې هېواد ته یې پناه یوړه.

بزګر په کال ١٩٨٨ کې د ناروې په هېواد کې د یو افغان مهاجر په حیث د ناروې هېواد له ټولنیز او فرهنګي ملاتړ څخه برخمن شو، او د کمپیوټر، میډیا او کمونیکیشن (مطبوعات او اړیکو) کې یې خپل تحصیل ته دوام ورکړ. بزګر د ژورنالیزم په برخه کې له لوړو زده کړو او ډېرې تجربې برخمن و او د انترنتي ژورنالیزم په برخه کې هم د لوړو زده کړو څښتن دی او د سالیان درازي لپاره یې د ناروې په دولتي تلویزیون NRK کې کار کړی دی او په انګلستان کې یې هم د ژورنالیزم لوړې زده کړې ترسره کړې دي. ښاغلی بزګر په ناروې کې د درس او تحصیل ترڅنګ، پر یو منظور را ووت تر څو د افغانستان خلکو ته له یو سالم طریقه خدمت وکړي. ځکه چې له مطبوعاتو او خواله رسنیو سره یې ذوق او شوق، ځان یې د علم او انساني علومو دې تیوري او رشتې ته مجهز کړی و، په کال١٩٨٨ د دسمبر په میاشت یو میاشتنۍ مجله پیل کړه. پخپله بزګر ویلي چې د دعوت نشراتي کار یې د ستونزو په اوج، په کمو امکاناتو او د لیکلو له طریقه پیل کړ او وروسته د مجلې له نشر یې ځان مجبور ولید تر څو خپلو نږدې هېوادوالو ته په لومړیو کې سکاندناوې(ناروې، سویډن او ډنمارک) کې توزیع کړي او پسټي لګښتونه هم له خپل جېبه پرې کړي. په تدریج سره د دعوت مجلې خوښوونکي په نورو اروپایي او امریکایي هېوادونو کې زیاتېدل او هغه لا خپل ځان مکلف ګڼي تر څو دعوت چې د سیاسي، ټولنیزو او ادبي اطلاعاتو او خبرولو حاوي وه، تر پنځه پنځوسو زیاتو هېوادونو چې اروپایي، آسیایي او امریکایې ول، افغانانو ته ور ورسوي.

د انترنت  او برقي میډیا له منځته راتلو سره سم، د شلمې پېړۍ په ٩٠ لسیزه کې، ښاغلي بزګر د دعوت میډیا سایټ د خپلو هېوادوالو لپاره چې دري، پښتو، انګلیسي او نارویژي نشراتو درلودونکی و، ارایه کړ.

ښاغلی بزګر له کوم سیاسي سازمان سره له همبستګي بغیر، هر ډول مخالف او موافق موضوعات په پراخ لیدلوري د نشر امکان او تبارز ته ورکوي، په همدې اساس د ټولو افغانانو، بلخصوص د خپلو قلمي او مطبوعاتي همکارانو د زیات احترام وړ دی، او ښه خلق او عالي کرکټر چې له خپلې کورنۍ تربیې څخه یې په ارث وړی دی، د ټولو پام یې خپل متین او با وقار شخصیت ته راړولی دی.

دا دی ٣٤ کاله یې فرهنګي خدمات د دعوت میډیا د مسؤل مدیر په حیث تېرېږي. هغه په دې مدت کې په نه ستړي کېدونکي ډول د ځوانانو د اذهانو د بیداري، تنویر او شعور په برخه کې په روښان او د یو وطندوست او خدمتکار افغان په حیث په ډېر ښه او تحسیني ډول ترسره کړی دی.

دا ټول کار، د وخت او انرژي مصرفول، بغیر له کوم تردید، له خپلو هېوادوالو سره د ژورې مینې ښکارندويي کوي، چې خپله د هغوی له منځه راوتلی دی. په همدې اساس ښاغلی بزګر صاحب ډېر ستر احسان پر موږ افغانانو لري.


په همدې اساس زه د ښاغلي بزګر دا معنوي او ارزښتمن خدمات د ستایلو او تقدیر وړ بولم او د هېواد د دې ستر او ځانګړي فرهنګي شخصیت لپاره اوږد عمر او توفیق له خدایه غواړم.

13 COMMENTS

  1. سلام
    په ریښتیا چې بزګر صیب خپله ځوانی د خپل ولس له پاره وکاروله. د دعوت مجله به په پېښور کې زموږ کمپ ته کله کله له ناروې رارسېده. ما پکې ډیر څه لوستی او زده کړي دي. مننه قدرمن بزګر صاحب او هم له استاد سیتانی صاحب نړۍ مننه، له اغلې خورکۍ تبسم هم نړۍ مننه او له تاند هم یو جهان مننه.
    محمدالله پښتون

  2. سلام
    محترم اوقدرمن بزګر صاحب سره زه پېژندګلی نه لرم خو دمالیکنې یې تل خپرې کړی اوسلیقوی برخورد یې ما نه دی لیدلی لکه یوشمیر …. …………………نومونه نه یې اوس نه اخلم بیا له دعوت وېب سایت وروسته ټول افغان وېب سایت سره له ډیر پخوا همکاری لرم. بزګر دالاندې صفت ته عملی بڼه ورکړې.دا واقعیت دی
    ښاغلی بزګر له کوم سیاسي سازمان سره له همبستګي بغیر، هر ډول مخالف او موافق موضوعات په پراخ لیدلوري د نشر امکان او تبارز ته ورکوي، په همدې اساس د ټولو افغانانو، بلخصوص د خپلو قلمي او مطبوعاتي همکارانو د زیات احترام وړ دی، او ښه خلق او عالي کرکټر چې له خپلې کورنۍ تربیې څخه یې په ارث وړی دی، د ټولو پام یې خپل متین او با وقار شخصیت ته راړولی دی.

  3. رشتیا هم د دعوت میاشتنی کاغذی پاڼه تر ټولو یا ډیرو کاغذی پاڼو اوږده سابقه لری چی البته وروسته په ویباسایټ بدله سوه. پکی خپاره سوی مضامین ئی متنوع او بعضاً په زړه پوری او آموزنده دی.
    د ټول افغان پاڼه که څه هم اکثراً ښی لیکنی خپروی خو لیکونکی ئی معدود او تکراری دی ضمناً د ټول افغان متصدیان امریکائی روحیه لری.
    امّا
    نن سبا تر ټولو نامی ویبسایټ همدا ” تاند ” دی ځکه د کومنټونو او تبصرو د خپرولو پر سرحد ئی د تذکری او پاسپورټ د کنټرول دفتر شتون نلری.
    په هره توګه، ویبسایټونه هم رستورانونو او سماوارونو غوندی دی ( هر سماوار ځانته بیل بیل طیف او مینو او مراجعین لری ).

  4. یو څه چې د یادولو او د ټولو پښتنو او افغانانو له پاره د ویاړ خبره ده هغه د ښاغلی بزګر د نورو نه ستړیکیدونکو فرهنګی کارونو تر څنګ د نارویژي پښتو لوی قاموس دی چې ۱۰۰۰ مخونه او ۵۰۰۰۰ لغات پکې راغونډ شوي دي.
    ښاغلی بزګر کم غږیږي او ډیر کار کوی.
    څوک ځان جوړوي او څوک قام
    بزګر د قام په درد دردمن انسان دی.
    د لاسرلوړی په هیله یې او استاد کاندید اکادمیسن سیستانی صاحب ته اوږد عمر
    شګوفه صافۍ

  5. د محترم بزګر صاحب خدمتونه او هڅې هغو ته معلومې دی چې ورسره نژدې او له هڅو او کارونو یې خبر دی. ریښتیا چې ښاغلی بزګر د خپل جب په تاوان ډیر څه کړي دي. له مجلې نیولې چې لومړی ګڼه یې فکر کوم يه ۱۹۸۸ کال کپره شوه چې تر اوسه خپریږي او په ټوله دنیا کې مینه والو ته لیږل کیږي. بل د دعوت مېډیا ویباڼه ده چې ۲۴ ساعتونو اپډیټ کیږي او نوی مقلې او خبرونه وینه والو ته وړاندې کوي. او د دې په څنګ د بیلابیلو کتابونو خپرول یې یوه بله ځانګړنه ده.
    زه ښاغلی بزګر او ملګرو ته یې سور سلام کوم. بزګر هغه څوک چې ډیر څه د معاوضې پرته کوی دا چې معاوضه نه اخلي بلکی مصرف هم له خپه جبه کوي. دا وګړی ډیر کړې خدایه!
    د بزګر صاحب روغتیا او نورو بریالیتوبونو په هیله
    له کاندید اکادمیسن نړۍ مننه چې حقدار یې ولمانځه. د سیستانی صاحب د اوږد او شېرازه ژوند په هیله
    خانمحمد پردېس

  6. ښاغلی بزګر هغه نوم دی چې له افغانستان څخه بهر یې ډیری افغانان له نوم سره اشنا دی او کله چې د ښاغلی بزګر نوم یادیږي نو سمدستی د دعوت مجله او ویبپاڼه مخ ته راشي. دعوت مجله له ۳۵ کالو خپریږي او زه دا ویاړ لرم چې د یو څو لومړنیو ګڼو پرته یې ډیرې ګڼې په کور کې لرم. چې پکې د ډیرو هغو افغان شخصیتونو او مشرانو مرکې شته چې اوس په دې نړۍ کې نشته چې دا مرکې خپله یو تاریخي ارشیف دی. که ښاغلی بزګر زما دا غږ اوری نو دا به یې هم ستر خدمت وي که دغه ټولې مرکې راغونډې او د کتاب په بڼه خپرې کړې.
    بله دا چې په یو تن داسې ستر او اوږد کار ته اوږه ورکول د هر چا د وس کار نه دی او دا خبره استاد سیستانی صیب هم کوي.
    موږ یې لا بریالیتوب، روغتیا او اوږد عمر غواړی. ویاړو چې تاسو لرو ښاغلی بزګر
    له قدرمن مشر او علمي شخصیت سیستانی نړی مننه چې د ښاغلی بزګر ستاینه یې کړې ده. موږ هم باید دا کار وکړو.
    احترام
    سمسور کونړی – امریکا

  7. Mr. Bazger really a great and proud Afghan and very talented Journalist and my best friend
    All the best
    Baluchistan Zindabad
    Khair Baluch

  8. د تاند مینه والو او لوستونکو السلام علیکم. پرته له شک چې منلی او ښاغلی بزګر صاحب فقط د وطن او ملی فکر لپاره کار کړی دی او کوی یې . ډیره به ښه وی چې ځوانان د دوی پر پلونو قدم کیږدی. د بزګر صاحب د ملی فکر له امله دی چی نه یواځې د سیستانی صاحب، بلکی د ټولو وطنپالو هیوادوالو په زړه کې ځای لری. خدای دی خوشحاله او اوږد ژوند ورپه برخه کړی.

  9. سلام
    ښکلې ليکنه وه. خوشاله شوم چې د بزګر صيب په څير خدايي خدمتګاران لرو. ما د دعوت مجله نه ده اوښتې خو د دعوت پاڼه ل ده ډيرو کلونو تعقيبوم. خورا غني پاڼه ده لکه يو لوی کتابتون، چې هلته مې د سيستاني صيب خورا ډیرې مقالې لوستي دي‌.
    تير کال مې د ژوند ملګري د بزګر صيب پنځه بيا بيا کتابونه د نارويژي پښتو لوی قاموس سره راوړل. چې ډير ورته خوشاله او زموږ د کور وړوکی کتابتون يې لا شتمن او ښکلی کړ.
    زه وياړم چې په دې تورتم کې رڼا لرو بزګر صيب ته اوږد او خوشاله ژوند غواړم او له خپلو ټولو پښتنو او افغانانو غواړم چې دا مشران ونازوي او لازم عزت او درنښت يې وکړي.
    بزګر صيب پر تاسو وياړم.
    عاقله ننګرهاری
    ډنمارک

  10. ښکلې لیکنه ده د سیستانی صیب قلم دې تل تاند وی. بزګر صیب په ریښتیا د قدر وړ انسان دی او په افغان ولس یې ډیر فرهنګې، ادبي او رسنیز احسان پروت دی.
    غلام جان غمګین

  11. له قدر وړ سیستانی صاحب چې خپله د ډیر قدر او ستاینې وړ دی نړۍ مننه چې د وطن تکړه لیکوال او خبریال بزګر صاحب په اړه یې ولیکل. بزګر صاحب په ریښتا یو سپېڅلی انسان او په خپل ولس، وطن او ژبې میین انسان دی.
    د خپلو دواړو مشرانو د اوړږ عمر دعا او قلم یې غښتلی غواړم
    خیرالله احمدزی

    جرمنی

  12. د تاند شکلې ویبپاڼې کارکوونکو ته سلامونه
    نن په ډول د سیستانی صاحب د لیکنې سره مخ شوم کومه چې د ښاغلی بزګر صاحب په اړه لیکل شوې ده.
    زه د سیستانی صاحب د لیکنې په تایید او ملاتړ ښاغلی محمد طارق تر هغه چې یې زه پیژنم ډیر ستر انسان او د خپل خوار وطن بې مزده خدمتګار دی چې له ځوانۍ تر دې په خپل فرهنګی خدمت د هغه په ویتا د خپل ولس حق پوره کوي. لویدیځ او نورو هېوادونو کې زما په شمول خورا ډیر افغانان اوسي خو داسې انسان چې د خپلو خلکو له پاره ډیر څه کوی، مزد یې نه غواړي، یادول یې نه غواړي او نه د کوم بدل او چوکئ طمع لری کم او په نشت حساب دی.
    له محترم کاندید اکادمیسن سیستانی صاحب، او د ډیر قدر وړ بزګر صاحب ډیره مننه کوم او په خدمتونو یې ویاړم. بزګر صاحب به د هر اصیل افغان په زړه کې وي وا کارونه به یې په تاریخ کې تر ډیره ثبت وي.
    له تاند ښکلې ویبپاڼې په خپل ځای مننه چې خپلو خلکو ته د خپلو خدمتګارو د خدمتونو یادونه او ورته وړاندې کوی یې.
    سید ندیم پاچا
    جرمني

  13. سلامونه تاندوالو ته
    د قدرمن سیستانی صیب لیکنه مې ولوسته، سیستانی صیب چې په خپل دې عمر کې د ښاغلی بزګر صیب په اړه لیکنه کړې دا شیي چز بزګر صیب په ریښتیا د هېواد یو ریښتینی خدمتګار او غمخور دی.
    د لیکنې لینک چا په فیسبوک ورکړی وو، ځکه د تاند پّ پاڼه مې نه وه لیدلې.
    پښتانه باید په ژوندانه د خپلو خدمتګارو قدر وکړی چې متاسفانه د نورو قومونو پّ پرتله موږ ډیر وروسته یو.
    یو ځل بیا د بزګر صیب د لابریالیتوبونو غوښتونکی یم. او سیستانی صیب ته خوشحاله او اوږد ژوند او د تاند لا غوړیدا غواړم.
    میرمن تورپیکې فدا
    ویرجنیا، امریکا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب