Homeخبرونهخوست کې د يوه خيرات لسګونه ګډونوال مسموم شوي

خوست کې د يوه خيرات لسګونه ګډونوال مسموم شوي

تاند: ( يکشنبه، د زمري ۱۵) ‏‏‏‏د خوست په ځاځي میدان کې د یو خیرات لسګونه ګډونوال مسموم شوي دي.

سيمه ييزو سرچينو وویل، چې په مسموم شویو کې کوم کس نه دی تلف شوی.

د دوی په وینا، د پيښې ځای ته په لږ وخت کې روغتیايي ټیمونه ورورسیدل او مسموم شوي کسان يې د ځاځي میدان، باک، صبریو او د خوست مرکزي روغتونونو ته ولیږدول.

په خوست کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند مستغفر ګربز د پېښې په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړی.

ځاځي میدان د خوست ولایت شمال ختیز لوري ته لیرې پرته ولسوالۍ ده، چې د کورمې او پاړه چنار سره پر پوله پرته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...