شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې حقاني ته؛ د نجونو د زده کړو په ممانعت...

په ننګرهار کې حقاني ته؛ د نجونو د زده کړو په ممانعت خلک هېواد پرېښودو ته مه اړ باسئ

تاند: (یکشنبه، د زمري ۱۵ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنتون له یو شمېر استادانو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې د خصوصي پوهنتونونو په استازيتوب د خراسان د خصوصي پوهنتون رييس احمد طارق وويل،  افغانستان يوه بشپړه اسلامي ټولنه ده او پکار ده چې پر ښځو بندیزونه لیرې او د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړل شي.

طارق وويل: په پوهنتونونو کې بايد د نجونو زده کړې پيل شي، هر ډول شرايط چې وي، دا ملت مسلمان دى. “افغانان باید مجبور نه شي چې خپلې لوڼې او خویندې نورو ځایونو ته د زده کړو لپاره واستوي، چیرته چې موږ د دوی د چاپیریال په جوړولو او ډیزاین کې هیڅ رول نه لرو.”

د ننګرهار یوه قومي مشر فریدون مومند په دې لیدنه کې دغه طالب مشر ته ویلي، چې خلکو د دوی اوامر منلي اوس د دې وخت دی، چې طالبان پر خپلو مسوولیتونو عمل وکړي.

سراج الدین حقاني په غونډه کې له کومې مشخصې ژمنې پرته ویلي، چې د خلکو غوښتنې به خپل عمومي مشر ته ورسوي.

څه موده مخکې نوموړي او د طالبانو د دفاع وزیر د نجونو د زده کړو د ملاتړ په اړه ضمني  خبرې لرلې، خو ویل کیږي چې د طالبانو د مشر له لوري له دې امله احضار او تر فشار لاندې نیول شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب