شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتهران کې د افغانستان سفارت: په تدریجي ډول د پاسپورټونو وېش پيلوو

تهران کې د افغانستان سفارت: په تدریجي ډول د پاسپورټونو وېش پيلوو

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۱۵ مه ) په تهران کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست مولوی فضل محمد حقاني د ایران د خارجه وزارت د قونسلګرۍ له چارواکو سره په کتنه کې د افغان ماشومانو د حقوقی ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د تهران سفارت په یوه بیان کې ویلي، چې حقاني په دې غونډه کې په ایران کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش د تدریجي بهیر د پیل اعلان هم وکړ.

هغه زیاته کړه چې د لومړیتوبونو پر اساس مو دا بهیر له نویو زیږیدلو ماشومانو څخه پیل کړی او وروسته به محصلینو ته هم پاسپورټونه وویشل شي.

په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: حقاني د ايران د بهرنيو چارو وزارت له خوا د ماشومانو د زېږون د سندونو او د زېږون د سندونو د نه تاييد ستونزه ياده کړه او د دغې ستونزې د حل لپاره يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د دغې اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د قونسلګرۍ د ستونزو او د افغان کډوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم نظرونه تبادله شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب