Homeخبرونهپه افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې بیا د زلزلې ټکانونه احساس شول

په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې بیا د زلزلې ټکانونه احساس شول

تاند- په تیرو دوو ورځو کې پر له پسې دوو زلزلو د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ډیرې برخې ولړزولې.

د جرمني د زلزلې د څیړنیز مرکز پر اساس، د پرونۍ (یکشنبې) زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۱ و.

د دې زلزلې، چې د مازدیګر په ۵ بجې او ۲۳ دقیقې وشوه، مرکز له فیض اباد ښاره ۵۳ کیلومتره لېرې په مځکه کې ۸۶ کیلومتره ژور و.

د امریکا د جیولوجیکې سروې ادارې ویلي چې د تېرې شپې زلزله د ریښتر په حساب پنځه اعشاریه اته درجې او مرکز یې هم د هندوکش د غرونو لړۍ وه.

د دې ادارې په پر اساس، د زلزلې ټکانونه د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...