شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتد پاکستان په وړاندې افغان لوبډله اعلان شوه

د پاکستان په وړاندې افغان لوبډله اعلان شوه

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن ماسپښین د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۶ کسیز نوملړ اعلان کړ، چې پر دې سربېره پکې دوه احتیاطي لوبغاړي هم ځای لري.

یاده سیالۍ به د افغانستان په کوربه توب د روانې اګست میاشتې په ۲۲مه، ۲۴ او ۲۶مه نېټو د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو او دغه راز په همبانتوتا کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري په اعلان شوي ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت شهیدي لوبډ لمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند شامل دي.

دغه راز په یاد نوملړ کې دوو احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی، چې له لوبډلې سره به مل وي چې پکې شاهد کمال او فرید ملک شامل دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې هم د روان کال په مارچ میاشت کې د شل اوریزو سیالیو د درې لوبو په لوبلړۍ کې د پاکستان لوبډلې کوربه توب کړی و چې افغانستان د ۲-۱ په توپیر سره ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب