شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب: له افغانستانه د باندې جګړه جهاد نه ده

ملا یعقوب: له افغانستانه د باندې جګړه جهاد نه ده

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۱۵ مه ) د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د دې وزارت قوماندانانو او سرتېرو ته وینا کې ویلي، که څوک له افغانستانه بهر د جهاد لپاره ځي، جګړه یې جهاد نه بلل کېږي.

  د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د اګسټ په پنځمه، د نوموړي یو غږ خپور کړی، چې په کې له خپلو پوځیانو غواړي،داسې کار و نه کړي چې د ده له قوله، د دوی نظام او ګټو ته زیان واړوي.

یعقوب مجاهد ویلي: “اوس خو د امیر امر دی. اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستانه د باندې د جهاد په نیت ځي، جهاد یې جهاد نه بلل کېږي. دا رساله تاسې وګورئ. کله چې امیر مجاهدین له جنګ څخه بند کړي او بیا هم دی روان وي جنګ ته، دا جنګ؛ جنګ دی، جهاد نه‌دی. “

معلومه نه ده چې د طالبانو د حکومت وسله‌وال له افغانستان د باندې کوم هېواد ته د جګړې لپاره تللي دي، خو د جولای په دوهمه په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني‌ کهر رسنیو ته وویل، ځینې شواهد یې په پاکستان کې د طالبانو سفارت ته سپارلي چې ښيي په یو شمېر مشخصو پېښو کې افغان وګړي ښکېل دي.

د ملایعقوب له خبرو ښکاري، چې هغه او نور طالب چارواکي پاکستان ته د جهاد په نوم د خپلو جنګیالیو له ورتلو اندېښمن دي.

یو شمېر شنونکي هم فکر کوي، چې په پاکستان کې د موجودیت پر مهال له افغان طالبانو سره د ناوړه چلند او هغلته د ډېرو غیر شرعي چارو له لیدو به طالب جنګیالي په دغه هېواد کې د جهاد په نوم جګړې ته ډېر لېوال وي.

4 COMMENTS

  1. تاسو خو د مسلمان افغان ورور په ضد “جهاد”کړی او ددي لپاره روزل شوي او په قدرت راوستل شوي ياسته دا خو ګومه پټه خبره نه ده.

  2. یعقوبه چې خلکو ویل ته د ای اس ای کس یې او فوجي یې مونږ نه منله خو په ورو ورو ځان ښکاره کوې. نارواح جهاد هیڅ ځای کې پکار ندی او د افغانستان جهاد که تاسو کړی او که مجاهدینو جهاد نه ؤ، ځکه دا د روس او امریکا جنګ ؤ او مونږ یې د جهاد په نوم استعمال کړو. ستاسو جهاد نه سل په سلو کې نارواح ؤ ځکه امریکا هم تاسو ته او هم افغان دولت ته د جنګ پیسې ورکولې. که تاسو وایی چې اشغال و نو دې اشغال ته همدا تاسو د اسامه په نه ورکولو موقع مساعده کړه چې همداسې پلان شوې وه او دا اوس هم تاسو امریکا راوستئ کنه ستاسو کړوسو هم دا هیواد په زور نشو نیولی.

  3. داسی ښکاري چی ملا یعقوب ورځ تر بلی خپل اصلی څیره بربنډوي ، زموږ ډیرو هیوادوالوزما په شمول داسی تصور کوه چی ملا یعقوب د ټولو طالب مشرانو په پرتله یو ملی او مستقل شخصيت دی ، خو د آی ایس آی په چارتر شوی الوتکی کی کراچی ته د هغه مسافرت او دا دی اوس طالب جنګیالی پاکستان کی له جګړی نه منع کول ثابتوي چی دا طالب مشر چی خپل ټول عمر یی پاکستان کی تیر کړی دا هم د پنجاب ګوډاګۍ وخوت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب