تاند: ( یکشنبه، د زمري ۱۵ مه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیرخان متقي یو ځل بیا په ضمني ډول د پاکستاني چارواکو وروستي تورونه رد کړل.
په پاکستان کې د یو شمېر امنیتي پېښو له رامنځته کیدو سره، د دغه هېواد د چارواکو د نیوکو لاس بیا په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم ته نیول شوی.
دوی ادعا کوي، چې بریدګر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پناه ځایونه او عصري تجهیزاتو ته لاسرسی لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا متقي بیا له الجزیره تلویزون سره مرکه کې ډاډ ورکړی چې افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته خطر نهدی.
متقي ویلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې چې دوی په افغانستان واکمن شوي، د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ نهدی پېښ شوی.
ښاغلي متقي وویل:”د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې هغه زموږ خاوره د نورو پر ضد وکاروي. دا چې څوک اندېښنې لري او څه ډول اندېښنې لري، کولای شي چې هغه وخت په وخت له موږ سره شریکې کړي. “
پاکستان د متقي څرګندونو ته څه نه دي ویلي.
مخکې یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني ادعا کړې وه، چې د کوټې په یوه برید کې د افغان وګړو د لاس لرلو اسناد یې د کابل واکمن رژیم سره شریک کړي.