شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمان افغان طالبانو ته؛ پر پاکستان د بریدګرو مخه ونیسئ

مولانا فضل الرحمان افغان طالبانو ته؛ پر پاکستان د بریدګرو مخه ونیسئ

تاند: ( یکشنبه، د زمري ۱۵ مه ) د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن وایي، پاکستانی حکومت دې له طالبانو وغواړي چې په خپله خاوره د هغو کسانو مخه ونیسي چې د ده په خبره، په افغانستان کې یې پناه اخیستی او په پاکستان کې بریدونه کوي.

نوموړي په دې برخه کې د کومې مشخصې ډلې نوم نه دی اخیستی.

ده چې په قبايلی جرګه کې یې خبرې کولې دا هم وویل چې دواړه هېوادونه باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.

مولانا فضل الرحمن دا څرګندونې ورسته له هغه کړي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په هغه برید کې چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د نوموړي د ګوند په یوې غونډې وشو او داعش ډلې یې مسولیت ومانه، ۶۳ تنه په کې ووژل شول.

د پاکستان په نا امنیو کې د افغانستان له خاورې د ګټې اخستو په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې وړاندې هم د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ګډون بېلابېلو طالب چارواکو رد کړي دي، خو د مولانا فضل‌الرحمن د څرګندونو په اړه یې هیڅ  غبرګون نه‌دی ښودلی.

مولانا فضل الرحمن، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو له تر ټولو لومړنیو او مهمو ملاتړو څخه و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، پاکستان ته د خپلو څو سفرونو پر مهال له نوموړي سره لیدلي او وخت په وخت یې ورسره د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه خبرې او مشورې کړې دي.

3 COMMENTS

  1. داعش په افغانستان کې د خپل دوهم درجه مشر وژل کېدا تایید کړه
    https://taand.net/?p=227068
    همدارنگه ویل کیږی چې ترکیی هیواد په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دداعشانو مشر وژلی ده چې په افغانستان کې د دوهم درجه مشر ابوعمر افریدي چې د فضل الرحمن قومی اوهمدرانګه دده له سیمې څخه ده په افغانستان کې ووژل شو.
    لدې معلومیږی چې داعش اصلي سرچینه له پنجاب او فضل الرحمن تر نظر لاندې سیمو کې ده. نو بیا بې اساسه تور پورې کول پداسې حال چې د باجوړ برید داعش په غاړه واخیست نو پړه یې په افغانانو باندې اچول داسې انګیرل کیږي چې پنجاب + فضل الرحمن ګروپ غواړی د افغان وژنی لپاره له امریکا سره لاس یو کړی مګر اوس افغانان پدې پوه شوي چې هرڅه دوی پخپله کوی ترڅو لر پښتانه له بر پښتنو سره لاس او ګریوان کړی او پنجاب ګټي وکړی مګر نړۍ پوهیږي چې پاکستان له پیدایښت څخه نیولې تر نن پورې څه کوي او کنترول یې د چا په لاس کې ده (برتانیا) مګر کیداي شي چې دا ټول پلان د امریکا وی ترڅو پنجاب د همدې پښتنو مشرانو له لارې په افغانستان، ایران، چین کې اور بل او ځانونه په ډالرو ماړه کړی مګر داځل لوبه بدله شوي ځکه امریکا اوس په تایوان او اکراین او نایجریا کې ګیر پاتیده او ور سره پخپل مینځ کې د ټاکنو جنجال هم په خپل مینځ د جنجال حالت ته روان دي.
    دلته پاکستان راتلونکی چهارشنبه ۹ اګست باندې پارلمان منحل کوی او بیا به نوی لنډمهاله دولت چې زیات احتمال د بوټو زوی ده جوړیږی بیا به همغه موقت دولت په ۹۰ ورځو کې ټاکنې کوی، ددې پخاطر چې د دوي ټاکنو ته زیان ونه رسیږی نو مخکی له مخکی زموږ په نظام یې غږ وکړ هغه څوک چې د پاکستان په وړاندې مبارزه کوی څوک یی مخه نشی نیولی ځکه هغوی په پاکستان کې اسلامی نظام پلی کول غواړی بیا موږ څوک یو چې ورته ووایو چې د تاسو جهاد نه قبلیږی یا جهاد نه حسابیږی د زړونو مالک الله ده

  2. حضرت مولانا ؟
    که دِ عقل او دین په رڼا کی ژوند ولرو ؛ نو دواړه حکم کوی چي لالا دی مسلمانان د مختلفو متخاصمو ډلو تر عنوان لاندی وژنی او مسلمان وژنی جنون لری او بیا آی اس آی او تاسی په مختلفو
    نومونو او پلمو پښتانه او افغان وژنی ؛نو الله رب العزت دِ لمړی تا او مدرسه والو ته عقل او سُچه
    محمدی دین درکړی ورنه تباهی مو اول د بشریت دوهم دِ امت او دریم د پښتنو په ګټه ده ۰
    ځکه مومن دومره احمق ، مستعمل او ډیزلی نه وی ؛ مومن یعنی کامل انسانیت ، شفقت او احترام
    ، ورورولی او ښه ګاوڼډیتوب کما حقه فی الاسلام ، تعاونوا علی البر والتقوی او په ټوله کی حسنات ۰
    خو فکر کوم مولانا مفتی محمود له کومی استخباراتی نا پاکه مړۍ نه زیږولی یی ، که نه وارثان د انبیاء علیهم السلام ټول خیر ، اصلاح او تعمیر وی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب