شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د ناسا تر غږ چټکه الوتکه الوت ته نژدې شوه

د ناسا تر غږ چټکه الوتکه الوت ته نژدې شوه

تاند- د ناسا ایکس ۵۹ الوتکه، چې د کانکورد الوتکې زېږنده ګڼل کېږي، د لومړني ازمېښتي الوت لپاره چمتو شوې او ټاکل شوې ده چې د سږ کال په وروستیو کې لومړنۍ تجربوي الوتنه وکړي.

دا سوپر سونیک یا تر غږ چټکه الوتکه به په هوايي ترانسپورت کې نوی پړاو رامنځته کړي.

تر دې وړاندې د سږ کال په مارچ کې ناسا ویلي و چې ایکس ۵۹ سوپرسونیک الوتکه یې چمتو ده خو د هغې د لوړ غږ پر کمولو کار کوي څو پر ښارونو د تېریدو په مهال د چاودنې په شان د هغې لوړ غږ خلک په تکلیف نه کړي.

تر اوسه پورې د ناسا په دې الوتکې باندې په مځکه کې څو ټیسټونه یا ازمېښتونه شوي او د ناسا په وینا ټول بریالي وو، اوس الوتکه الوت ته نژدې شوې ده.

ټاکل شوې وه چې دا الوتکه د سږ کال په لومړیو کې لومړنی ازمېښتي الوت وکړي.

د سږ کال په پای کې له ازمېښتني الوتکې وروسته به په ۲۰۲۷ م کال کې د ایکس ۵۹ الوتکې د الوتنو نتیجې د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې او د ملکي هوايي چلند نړیوال سازمان ته وسپارل شي.

د ایکس ۵۹ الوتکې پروژه په ۲۰۱۶ کې پیل شوه. دا الوتکه به په ساعت کې یو زرو ۵۰۸ کیلومتره مزل په ۱۶ زره ۷۶۵ متره ارتفاع کې کولی شي.

د دې الوتکې سرعت به د اوسنیو جټ مسافروړونکو الوتکو دوه برابره وي او له کبله به یې هوايي سفرونه خورا لنډ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب