یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا ټینګار؛ طالبان باید د اړیکو عادي کیدو لپاره بشري حقونه...

د امریکا ټینګار؛ طالبان باید د اړیکو عادي کیدو لپاره بشري حقونه ومني

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د اړیکو عادي کیدو لپاره د دوی لخوا د بشري حقونو رعایتول مشروط کړي.

د وزارت ویاند ویلي، چې له دې پرته به په افغانستان کې واکمن طالب رژیم سره د دوی اړیکې عادي نه شي.

دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په وړاندې کړي راپور کې طالبانو سره د تعامل پر زیاتیدو ټینګار کړی و.

هغه دا هم ویلي وو، چې طالبانو سره باید د تعامل شرط د دوی لخوا پر شویو ژمنو عمل وي.

پرون د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم وویل، چې هېواد یې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لري.

د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ بیا نن په ضمني ډول کابل کې د مشروع حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې په کابل کې د همداسې حکومت تشه د پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کیدو لپاره د خبرو نه کامیدو دلیل دی.

2 COMMENTS

  1. تف لعنت په نازي امریکایی دولت 😡🤮🐖☠️. خپل عیب د ولي منځ د بل عیب د کلي منځ. دوۍ د سیهونیستي وحشي ځنګلي سپیو کړنو ته ښه راغلاست وایی نورو ته ګوت څڼډنه کوي. دغه د بشریت او انسانیت دښمن د نړۍ د ټولو ناخوالو مخترع ده. مرګ په دغه دجال د بشریت په دښمن 😡🐖☠️🤮

  2. امریکا دی دخپل حقوق خپلو خلکو ته ادا کړی تیزن بایدن خپل تیزونه نشی نم کولی بیا د نورو په حق او حقوقو خبری کوی مونږ که د طالب مخالف یو او که طرفدار یو مونږ په افغانستان کی کفری حقوق نه منو او نه کفر ته دا اجازه ورکو چی د افغانستان په باره کښی د ښځی او نر حقوق خبری وکړی مونږ هر څه داسلام په قانون کښی غواړو هغه څه چی اسلام په قانون کښی دې هغه زمونږ حقوق دې نه د تیزن بایدن ناقص حقوق اړ هغه فحشاوی چې د ښځو حقوقو دعوا کوی او د الله له لاری خبری نه دی هغوی کولی ښی چی د خپلو بادارانو ته ولاړ شی افغانستان کښی ځای نلری هغه حقوق چی اسلام ښځی ته ورکړی کفارې هیڅ کله نشی ورکولی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب