Homeخبرونهایراربیا هم کابل ته الوتنې بیا پیلوي

ایراربیا هم کابل ته الوتنې بیا پیلوي

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵مه) له فلای دوبۍ وروسته ایراربیا هوايي شرکت (airarabia airlines) هم غواړي چې کابل ته الوتنې پیل کړي.

فلای دوبۍ د چهارشنبې په ورځ له څه باندې دوو کلونو وروسته په لومړي وار افغانستان ته الوتنې له سره پیل کړې.

په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي چې د ایراربیا هوايي شرکت عملیاتي ريیس د افغانستان له جنرال قونسل عبدالرحمان فدا سره په کتنه کې کابل ته د خپل هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیلولو اراده څرګنده کړې ده.

د افغان کونسلګرۍ په وینا جنرال قونسل اوس په دې اړه په کابل کې د هوايي چلند له وزارت سره خبرې کوي چې کابل ته د ایراربیا د الوتنو پیل نهايي کړي.

تمه ده چې افغانستان ته د بهرنیو هوايي شرکتونو د الوتنو له پیلېدو سره د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ الوتنې د یوه یا دوو کورنیو هوايي شرکتونو له انحصاره ووځي او ټکټونه ارزانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...