شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د غویي هډوکي | معراج الدین دانش

د غویي هډوکي | معراج الدین دانش

د غویي هډوکي د ښاغلي “اکبر کرګر” ناول دی چې په (1390لمریز ) کال دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی.
په دې ناول کې د هیواد سیاسي پېښو ته په سمبولیکه بڼه اشاره شوې ده.
د خپل وخت په رښتینو سیاسي پېښو کیسه، یا ناول لیکل ځکه ستونزمن دي چې که د تخیل مالګه ور ډېره کړې، یو څه پرې ور کم یا زیات کړې، نو د لوستلو په وخت رښتیا نه ښکاري او خوند یې پیکه کېږي، ځکه چې لوستونکی له اصلي پېښو خبر وي.
که یې کټ، مټ را اخلي، ښایي د ژورنالیستیک رپوټ بڼه غوره کړي؛ نو په داسې حال کې لیکوال اړ دی چې د سمبولونو کارولو ته مخه کړي او په دې ناول کې هم اکبر کرګر همداسې کړي دي.
د دې ناول کیسه د نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین د واکمنۍ ده. د څرخي پله زندان دی چې لیکوال ورته د “مېلمستون” نوم کارولی دی.
وژنې دي، وېرې دي، همدارنګه د مېلمستون د مېلمنو(زندانیانو) اندېښنې دي.
په ناول کې لیکوال د ثور کودتاه او واکمن یې د غویي په نامه راپېژندلي دي. د وژنو او دردونو لوبه یې د اسپانویانو د مشهورې لوبې “د سره ټوکر غویي” په یادولو انځور کړې ده.
د ناول راوي او مرکزي کرکټر “امین الله” دی.
امین الله په همدې مېلمستون(زندان) کې مېلمه دی.
د غویي هډوکي په ناول کې امین الله د مېلمستون، د مېلمنو او مېلمه پالو کیسې راته بیانوي.
د زندان د اسیرانو بد وضعیت، د زندان تنګي خوني، کوچني دهلېزونه راته انځوروي او د څلورو دېوالونو په منځ کې له خپل برخلیکه د ناخبرو بنیادمانو کیسې راته کوي.
له بده مرغه تر دې وروستیو وختونو پورې د افغانستان په زندانونو کې دا کیسې عامې وې، چې اسیران به د شپې له زندانه په پټه وېستل کېدل او تری تم به کېدل، چې ډېر وخت وروسته به د ځینو جسدونه وموندل شول، خو ځینې به همداسې ورک پاتې شوو.
دا ناول هم د یو داسې زندان کیسه کوي چې ژوندي مړي پکې ساتل کېږي، هغه وګړي پکې شپې سبا کوي چې د ازادۍ او حتا د ژوندي پاتې کېدو هیلې یې مړاوې دي او خپل مرګ ته شېبې شماري.
هره شپه له دې زندانه یا د لیکوال په خبره له مېلمستونه څو کسه مېلمانه وړل کېږي او بیا یې هغه د چا خبره د مړه او ژوندي درک نه معلومېږي…
هر کس مرګ په سترګو ویني او خپل نوبت او مرګ ته شېبې شماري. تر دې حده چې:
د ناول یو کرکټر د کامل خان په نوم یو افسر دی چې هغه هم په همدې زندان کې اسیر دی. نوموړی هر مازدیګر سپینې جامې اغوندي.
یوه ورځ د ناول مرکزي کرکټر امین الله پوښتنه ترې کوي چې ولې هر مازدیګر سپینې جامې اغوندې د دې راز په څه کې دی؟
کامل خان ورته وایي چې: هره شپه زموږ اسیران ملګري بېول کېږي او وژل کېږي، نو لرې نه ده چې زموږ نوبت هم را ورسېږي؛ ځکه زه هر مازدیګر سپینې جامې اغوندم، د شهادت کلمه لولم او د عزرائیل راتګ ته انتظار باسم!
ښاغلي اکبر کرګر د زندان او د اسیرانو اندېښنې چې هغوی یې د خپلې کورنۍ او خپل نامعلوم برخلک په اړه لري ډېرې ښې انځور کړې دي.
دا چې یو لیکوال څنګه د لوستونکي خواخوږي له کرکټر سره پیدا کوي، د هغو په اندېښنو یې اندېښمنوي، په بریاوو یې خوښوي…
دا د یو بریالي داستان لیکونکي ځانګړنه ده او له نېکه مرغه اکبر کرګر دا ځانګړنه لري.
د کتابونو د تلوسې په اړه که څه هم اوس دا خبره عامه او کلیشه شوې ده چې دوه درې مخه تاسې ولولئ، نور کتاب خپله ځان درباندي لولي، خو د اکبر کرګر دا ناول په رښتیا او پرته له مبالغې همداسې دی. فقط د پیل دوه مخونه یې تاسې ولولئ، نور نو په ناول کې دا زور شته چې ځان درباندې ولولي.
مخکې مو یادونه وکړه چې اکبر کرګر تل په خپلو داستاني اثارو کې سمبولونه کاروي. په همدې “د غویي هډوکي” په اثر کې هم ښاغلي کرګر دا کار کړی دی.
په ناول کې د راغلو ځینو سمبولونو په اړه مخکې وغږېدو، خو یوه بله خبره چې په دې ناول کې بار، بار تر سترګو کېږي هغه د (د ماسپښین لس کم څلور بجو) تکرار دی.
دا چې لیکوال ولې په پرله پسې ډول د لس کم څلور بجو یادونه کوي، ښاغلي ایمل پسرلي په دې اړه له استاد اکبر کرګره پوښتنه کړې ده او هغه یې په ځواب کې ویلي دي چې:
د مازدیګر مفهوم څو ټکي برجسته لري:
لومړی: ټیک په همدغه شېبه راوي نیول کېږي.
دویم: مازدیګر د ورځې د پای مفهوم هم دی چې د رڼا پسې تورتم راځي.
درېیم: ګارسیا لورکا اسپانوي شاعر هم په همدې عنوان یو اوږد شعر لري… او داسې نور
ښاغلی اکبر کرګر د پښتو په اوسنیو داستان لیکونکو کې د لوی نوم څښتن دی. په دې وروستیو کې یې یو بل اثر “د ارواحو له ښاره” هم چاپ شوی دی چې خورا عالي او په زړه پورې اثر دی.
همدارنګه که مو د استاد دا اثر “د غویي هډوکي” تر اوسه نه وي لوستی، حتمن یې ولولئ باور لرم چې د یو ښه داستان لوستلو تنده به مو خړوبه کړي.
لیکنه: معراج الدین دانش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب