جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرد نذیر احمد نذیر درې شــعرونه

د نذیر احمد نذیر درې شــعرونه

د پنځو شپو ماشوم زړه له درز چاودلی

څو ماشومې نجونې بوختې دي په لوبو

 د نانځکو ودول دی او خوښي ده

ساندې نه پيزنی مړي پکې نشته

د خنداوو اوریدل دي او خوښي ده

»»»»»»»»»»

لږ ترې لرې څو تنکی هلکان بوخت دي

د باچا او د غله لوبه پیل شوې

جنګ روان دی، خو د خلکو وژل نشته

د رښتینو له خوا سوبه پیل شوې

»»»»»»»»»»

 یوه مور لګیا ده تی په خوله کې ورکړي

نوی زېږی ماشوم درد پسې اخیستی

روغتون نشته، مور یی هم ده بې سواده

بې سترغلي کسی ګرد پسې اخیستی

»»»»»»»»»»

یو څو وري دی شوخ ماشوم دي ایله کړي

بغ او بوغ دیه، له میږو نه تاویږي

د خاورېنې کلا مخ ته دوه سپي غاپي

ملنګ خیر غواړي خو نه اورېدل کيږي

»»»»»»»»»»

د اتلسو کلونو ښکلې پیغله

د نیا سر کې وهي ګوتې، زړه یې تنګ شو

تیر کال دغه شپې بمبار وو شهید کړی

چې وریاد ورته همزولی (( ګل ملنګ)) شو

»»»»»»»»»»

یوه بله مور د ځوانې نږور تر څنګه

ده روانه چې د زوی بیرغ یې زوړ دی

کال پوره شو شین بیرغ به پرې دریږي

دا بیرغ چې چا د زړه په وینو جوړ دی

»»»»»»»»»»

کلی ټول له نارینه وو خالي شوی

څوک یې جنګ ته تللي څوک یی مساپر دي

لنډه دا چې ډېر یې مړه دي او نور ډېر یې

دي بدمرغه چې په دې کلی کې ستر دي

»»»»»»»»»»

دادي بیا د الوتکو غږ راټیټ شو

دا دي بیا د بم اواز په ځمکه خور شو

دا دي بیا له خاورین کلی دوړې خیژي

دادي بیا د چا په مېنه کې بل اور شو

»»»»»»»»»»

د سپېرو جنډو نانځکې سپېرې نه شوې

رنګینه شوې د انسان په وینو سرې شوې

یوه مور د زوی پاشلي غړي غواړي

دادي بیا د وۍ او اخ الله نارې شوې

»»»»»»»»»»

د پنځو شپو ماشوم زړه له درز چاودلی

د پنځو شپو زچه مور چرې خوړلي

د پنځو شپو میاشت ښکاريږي ماذیګر شو

پنځو غړو د هر کور چرې خوړلي

»»»»»»»»»»

نړيوال ځواکونه ځمکې ته راټیټ شول

دادي اوس نو کور په کور باندې خواره شول

مړه واړه دي، ږیرور ورپکې نشته

یوه سرتيري ته یې خپل واړه په زړه شول

»»»»»»»»»»

اونۍ وروسته دادي کور ته روانیږي

ځان سره وایې بیا نه راځم قسم دی

روغ ماشوم وي، خو زموږ له وېرې ومري

ما په ضد د ترورېسټ اېښی قدم دی

چاپه

خوب وینمه دښته وي په سرو تیږو روانه وم

ورکې مې څپلکې شي، ستړې وم ستومانه وم

ومې خوړ تیتندک، تیږو کې پرمخې ګذاره شوم

مات مې شو د مخې غاښ په دې کې رابیداره شوم

ما و اوریدلې چې د مخې غاښ سړی دی

شکر دی چې کور دیه او شکر چې ژوندی دی

خدای خو مې د وساتی له ورځې د سرتورې

ژوند د ستومانیو نوم دی، ژوند دی ستغې سپورې

نن می ولی هیڅ شي ته لاس نه ورځي حیرانه یم

خدای خبر د څه سایه پرته ده چې ناتوانه یم

ټول د کور کارونه راته سر په سر پراته دي

ته وا، چې له خاورو راوتلي مې واړه دي

نن مې ورځ په څنګه شواخون باندې شوه تیره

ته واه شپه د ژمې میږتون باندې شوه تیره

شکر دی چې تیره شوله، شکر دي شوه تیره

خدای خبر چې ولې مې لا هم ده زړه کې ویره

ټيټ شو هیبتناک د الوتکو غږ له پاسه

بیا به وایه څوک د زړه ټوټې ورکړي له لاسه

بیا د کوم مظلوم په کور درنه چاپه پریوځي

مرګ لکه تیاره دلته کې هره شپه پریوځي

اخ دا خو زموږ د کور سپيره دروازه نشته

چیغې دي، له کور مو د وتو اجازه نشته

مه ورځه د زړه سره دوی ټول لکه ړاندي دي

نه چې مې سرتوره کړي، په رحم، غذر نه دي

اخ دا خو یې وویشت، خدایه زه د چاته پریښوم؟

وامې خله ژوندون تا لیونۍ دنیا ته پریښودم

دوی خو و د مرګ لپاره دې کور ته راغلي

ما درته ونه ویل دوی ړانده دي، دوی د ولي

معشوقه او خبرونه

اوس د کابل پر وخت د ورځې څلور نیمې بجې

زموږ همکاره له کابل نه په ژوندۍ بڼه راپور راکوي

(( زه په کابل کې د قمبر د څلور لارې په جنوب اړخ کې ولاړه یمه

دلته ځانمرګی شوی

امنیتي ځواکونه څوک د پېښې ځای ته ور نږدې نه پریږدي

څلور، پنځه امبولانسونه په ټپیانو او مړو بار د داوودخان روغتون پر خوا روان دي.

د اور وژنې کارکوونکي د سړک له سر نه ویني مینځي

یوه مور پولیس سره خپړې لګوي او ژاړي

زوی می همدا شیبه په دې لار له مکتب نه راتلو

په بلې ښځې باندې ضعف راغلی

ولاړ کسان وایی میړه هلته لرې پيرکي خرڅول

ددغه برید مسولیت هیچا لا اخیستی نه دی

خو خلک وايي د پوځي اکاډمۍ د استادانو بس یې والوزاوه

دا برید په داسې مهال کیږي چې بیګا امریکايي ځواکونو

د زابل اړوند د شاجوی ولسوالۍ یو لرې پروت کلی پوره بمبار کړ

د ماشومانو په ګډون پنځه څلویښت ملکي کسانپکې له منځه تللي…)

دا خو زما د معشوقې غږ دی، خو دا څه وايي

ما د هغې له خولې د ځار او قربان پرته نور څه نه اوریدل

مګر دا اوس خو بس د وینو، مړیو بم او مرګ الفاظ کاروي

زه مې په خپله مینه کلک باور لرم چې دا الفاظ د هغې خولې نه راوتلی نه شي

زه له راډيو څخه نفرت کومه

هغې زما د معشوقې د خولې الفاظو ته تغیر ورکړی

هغې زرګون اوریدونکو ته ستر ویر ورکړی

هغې زرګونو اوریدونکو ته ستر ویر ورکړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب