یوه ریچه ده چې د مرغلرې د دانو په شان د وېښتانو په تارونو کې پېرلي، سپین ځلېږي. بله کنه ده چې بلوغ ته نه وي رسېدلې. تر ټولو سخته د ریچې لرې کول دي چې په نوکانویې له وېښتانو بېلېدن سخت دی، دانه دانه به یې کوزه راښویې، یواځنۍ چاره یې /ریچ پېغ/ ده. د لرګي په ږمنځ کې تار داسې وپېري چې درې یا څلورغاښي سره یو ځای وتړي ، ګویا د غاښو ترمېنځ فاصلې تنګې شي ، بیا وېښتان پرې را وتوږي چې ریچې یې په غاښو کې کوزې راتلې شي.بېدو د غاښورې په شان چې بزګر یې د پټي په خاورو کې راکاږي چې لوټې یې د پولې بېخ ته راکش کړي.
سر غوښتل زموږ د کلي هم سات تیري وه، هم د مینې دریڅ ،هم د غیبت موقع. زما خپل سر په هلکتوب کې یا د بی خرېیلی و، یا به مور راته ر/ ریچپېغ/ کړ چې ټولو ورته/ ریش پېغ /ویل.
لمبا ته(نباته) او ناندانه / نا دانه/ خورینګې وې. چې یوه به په بلې ورپېښه شوه ، لا د جوړ تازه نه خلاصې نه وې چې دواړ به خپل سرونه ګرول .چې به کېناستلې، یوې به سر د بلې زنګون ته ورنژدې کړ، دواړه پوهېدې چې د سر غوښتو وخت دی. مېلمنې به خپله لرګینه ږمنځ هم راوړې وه. بیا به نو تار شمارۍ شروع وې . کوربنې چې هره سپږه د غټو ګوتو د نوکانو په شا سرویله،د چاودېدا ټق یې کاوه، دې به ورسره په غاښو /څښ/ واېسته ، مانا ، څومره ښه چې د یوې شنا پیتې نه خلاصه شوه، یوه غزا خوا وشوه. د هر ټق سره یوبل غږ هم ووت، لکه چې تروش انار یې لېدلی، خولې یې ناړې پرېښې وي.
که دا تروش و. غیبت بیا خوږ و. موضوع محدوده نه وه. غوا لنګه شوه ،سپین ږیري ملا بله ځوانه جانه ښځه وکړه، سږ مې شکر کندوان له وریجو ډک دي، دا بېشرمي ګوره چې ښځه پاڅېده خپل خاوند، تاجی یې په غبرګو کڼاوو ویشته، هاهاه ها، یوه یې په سر ولګېده چې وینو ترې داره کوله، بله یې په ټټر، موږ ټولو ورته خندل او سړی بېحاله پروت و. نه ښه دې وکړل ، دغه دووس ته دې لور ورنه کړه. ته ودرې څه کوچ مې چېرته پټ کړي چې پیشکنډي زوی مې ، نه وي نغرلي، سر درله غوړ کړم……..
چې سر غوښتل ختم شول ، بیا یې نو اوله پاره چې موږ سیماب بلله ور تل کړل چې ،خلکو ویل، خزنده وژني، بیا یې غوړ کړچې وېښتان هم وځلېږي ، هم یې ساړی ونه وهي، مانا سرونه یې د مار د ژبې په شان دوه نشي.
کالونه وروسته بیا خدای د امریکا نه ډي ډي ټي راورسوله چې په اصل کې یې د ملاریا د میاسود ورکولو له پاره د شولو سخا ډنډونو کې پاشله خو بیا وروسته هر کور ، له دوا شیندونکي نه چې دوی هغوی هم ملاریا صاحبان بلل، یوه پوړۍ په سوال واخیسته، همداسې وچه یې په خپلوسرونو دوړوله، یا یې اوبوکې لمدوله ، په لپو یې سرونو پاشله.
پروسږ چې کلي ته لاړم ناندانه او لمباته ، چا ویل چې ان د روسانو په کالونو کې مړې شوي ، بچیانو یې ودونه کړي ، هغوی بیا نور کوڼي اچولي. زما د پېژندګلو خلک ټول لکه چې کارونه یې په دې دنیا کې نور ختم کړي د غونډی د سر هدیره کې وو. چې زه یې دعا ته ورغلم، غږ مې کړ ، السلام علیکنم یا اهل القبور، له لوېدلو قبرونو نه یواځې د تېرو وختونو د خاطرو ختاموشۍ د وینا ژبه درلوده .
زما یار ، د کلي ملا، خدایداد، نور نو له کوره د وتلو نه و، زه یې کور ته ورغلم.اوس یې زوی، ابوطالب، امامتي کوله . ابوطالب طالب نه و، ټلوال هم نه و خو طالب هم نه و. د پلار د وینا له قراره، ابوطالب بېغمه د جومات له برنډې نه د هغو نجونو سیل کاوه چې هر سهار مازیګر په واګون کې ښار ته تلې راتلې. هلته ښار کې دوو انجیوګانو د کلي تعلیمیافته نجونې په کار ګمارلې وې. اوس کلي کې تر شپږم جماعته مکتب هم و. ما د ملا زوی ته وویل، چرت مه خراپوه، ما او پلار دې هم یو وخت د کلي چټې بې داغه نه پرېښودې. پلار یې کټ کټ وخندل. ابو طالب ته مې دا کیسه تېره نه کړه چی یو مازدیګر خدایداد/ خماره / له څڼو نیولې د جوارو پټي کې غیب شو، او چې وروسته هلکانو راټینګ کړ نو خدایداد قسمونه یادول چې بي بي خماره نه وه ،بي بي حماره وه. چې موږ وویل ، ومولېدې چې خماره دې له کوڅیو نیولې وه، کشکو ده دې، هغه وویل ستاسو سترګې د مازیګر لمرړندې کړې وې، خماره نه وه ، حماره وه چې له کوڅیو نه وه، له ورږ نه مې نیولې وه.
شپه مې ملا کره تېره کړه. سهار له لمانځه پس د ابو طالب سره جومات کې پاتې شوم، د کلي او حاصلاتو پوښتنې مې ترې کولې. سبناری یې هماغلته د جومات برنډې ته راووړ. زموږ د کلي هوا د پخوا په شان خیشته وه، هره خوا شولګره. ابوطالب په شیطاني خو شرمیندوکې خندا وویل، تا او پلار به مۍ هم په ځوانۍ کې ډېرعیشونه کړي وي.ما وویل چې نه، ېموږ عیش به څه و ؟ د خټکو غلا او د مړځانو ښکار خو عیش نه دی. ډۍ، د سبرلو غونډه، توپ ډنډه ، داخو تر مني پورې نه شوه کېدای، ځکه چې ټوله شولګره وه. جوارګره وه. په مني کې به چې پسلونه رېبل شوي وو، کله کله مو دا لوبې او د خره بزکشۍ کولې او د سپرلو غونډه .زموږ ټول عیش همدا و، چې اوس به یې هم څوک کوي که نه.
په همدې وخت کې له لرې،له عمومي سړک نه یو واګون کوږ ووږ د جومات خوا ته را روان و، باډي یې لکه چې همدلته کلي کې جوړه شوې وه، خړ ترپال ورباندې خپور و. ، د پرنډې مخې ته ودرېد ، ډرېور راکوز شو ، ایله لس کلن هلک و. ابوطاب ورته د چایو ست وکړ خو پام مې شو چې پاړسي وايي. دا اول ځل و چې ما خپل کلي کې پاړسي اورېده. ډرېور د ملاګي ست یا بیزه واخېست، بېرته موټر ته شو، په یوه خیرن دسمال یې د واګون سیټونه موښل.
له برنډې کوز مې کتل چې د توروپتلنونو، جګ پوندو بوټانو ، سپین ټکري والا نجونې سره راټولېږي، پټ پټ بنډارونه کوي ، موږ ته هم ګوري او بیا خپلو کې کټ کټ خاندي . د مور خبره رایاده شوه چې ویل یې، پېغلې، چې د چرګانو لکۍ هم ښوري، دوی ورته خاندي.هلکان هم په جین او جمپر کې لږ لرې سره راټولېدل. د هغو هم جګپنوندې موزې او په ګل مېخيو جړاو ملاوستني وو. د هلکانو خو بلا ورکه وه، زما ډېره سودا جینکو ته وه چې څومره بدلې شوې وې. د دواړو ټوپکیو خبرې چې یوه نیمه ما اورېده غونډې په پاړسو وې. په هرې ډلې کې درې څلور یې د موبایل تلفونو سره بوخت و. یوه نجلۍ ، لکه چې په بلې په غوسه وه ، په جګ غږ یې هغه پورې وهله،او رذیل بقاز چې پت پتکان داري؟ هغې بلې داسې پوچ ځواب ورکړ چې هېڅکله ما نه و اورېلی، ویل یې کت لوندېت مسجکاني دارم.
ما له ځانه سره چرت واهه چې په درو لسیزو کې دا دومره بدلون!. واګون رخصت شو ، ملاګي راته په خندا وویل، ودې لېده هغه غوړه چې ګوټ کې ولاړه وه؟ بېدرکه سنګینه نجلۍ ده ، دا نورې هسې لوچګانې دي.ما ترې د دوی د پاړسو پوښتنه وکړه چې دا خلک به اوس کلي ته راکوچېدلي وي. اوبوطالب وویل چې نه خرې هماغه ستا د وختو دي ، اوس یې مازې کته نوې شوې. دا ټولې ځايي دي، خو نن سبا چاته پښتو خوند نه ورکوي. چې کلیوال یو وار د ښار مزه وګوري، بیا یې سترګې برابرا څیرې شي.
پروسږ مې د هغو لوڼې ولېدې چې کابل کې د انجیو سره کار کوي. یوې له دستکول نه موبایل را ایستی و، تڼۍ یې په داسې شوق کښیکاږلې چې تا به ویل سپږې سرويي. چې پوښتنه مې وکړه، ویل یې ، اکا، بښنه غواړم، د ګلغوټۍ سره مسیجکاني کوم.