Homeخبرونهایران سږ کال تر۷ سوو زرو زیات افغان کډوال شړلي

ایران سږ کال تر۷ سوو زرو زیات افغان کډوال شړلي

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۵ مه) راپورونه وایي، چې ایران د سږکال له پيله تراوسه تر۷ سوه او ۳۸ زرو زیات افغان کډوال له دغه هېواده شړلي.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، ایران دغه کډوال ناقانونه ګڼلي او ویلي، چې لا نور شړلو ته یې دوام ورکوي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني وویل، چې ایراني ځواکونه افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او وهلو ټکولو تر څنګ د هغوی جیبونه هم لوټلي.

هغه د ایران پر وړاندې د خپل رژیم غبرګون نه دی په ډاګه کړی.

په وروستیو کې پاکستان، ایران او ترکیه په پرله پسې ډول افغان کډوال په زوره شړي، چې دا کړنه یې د پراخو مخالفتونو سره مخ شوې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند څه موده مخکې ایران ته د سفر پر مهال له افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلند ستایلی و.

1 COMMENT

  1. دا دریواړه هیوادونه مسلمان هیوادونه یادیږی او دی هم ، که د کفر هیواد ته څوک لاړشی نو هلته بیا درته اضافه د مهاجرت خقوق هم درکول کیږی ، نو کیسه کوم خواته روانه ده؟ اخوت مسلمه څه معنی لری ؟ ضرور د مسلمانی څخه د خلکو او ځوانانو زړه تورول کیسه په مخ ځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...