پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د داعش خلاف مبارزه کې د ایران احتمالي همکاري رد کړه

طالبانو د داعش خلاف مبارزه کې د ایران احتمالي همکاري رد کړه

تاند (چار شنبه، د دلوې ۱۱مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د دیپلومات مجلې هغه راپور رد کړ، چې ګواکې ایران به د طالبانو رژیم سره په افغانستان کې د داعش ډلې د نابودولو لپاره همکاري وکړي.

مجاهد وایي، چې د دوی رژیم خپله په دې برخه کې امکانات او وړتیاوې لري او د چا همکارۍ ته اړتیا نه ویني.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان او ایران دوه ګاونډي هېوادونه دي او غوره ده چې په پولو کې یې امنیت خوندي وي.

په افغانستان کې د داعش ډلې د موجودیت په اړه ایران له پخوا راهیسې اندېښنې ښودلي، خو د دغه هېواد په کرمان ښار کې د څه موده مخکې بریدونو له ترسره کیدو سره چې مسوولیت یې ظاهراً د داعش خراسان ډلې پر غاړه واخیست، دا اندېښنې لا زیاتې شوې.

ایراني چارواکو وویل، چې د دغه برید یو سمبالګر عادل پنجشېری په خټه افغان دی او دوی یې د موندلو هڅې کوي.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو وختونو کې ایراني چارواکو ویلي وو، چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو خلاف د طالبانو د ځواکونو روزنې ته چمتو دي، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې وه.

طالب ویاندویان او چارواکي ادعا لري، چې په افغانستان کې یې د داعش خراسان ډله په بشپړه توګه ځپلې او د ټولو شته غړو شمېر یې تر ۸۰ تنو زیات نه دی.

له دې سره، وخت په وخت د نا امنیو د ځینو ترسره کېدونکو پېښو مسوولیت داعش ډله پر غاړه اخلي، چې د طالبانو ادعاوې ننګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب