جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ د بلوچ بېلتون غوښتونکو بریدونه تایید کړل

د پاکستان پوځ د بلوچ بېلتون غوښتونکو بریدونه تایید کړل

تاند(سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د پاکستان پوځ د معمول خلاف د بلوچستان د ازادۍ پوځ له لوري بریدونه تایید کړل خو ادعا یې وکړه چې پر مچ او کولپور کې د پوځ پر مرکزونو یې بریدونه ناکام کړي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن شپه «د انتحاریانو په شمول څو تروریستانو» د مچ او کولپور پر کمپلیکسونو حملې وکړې چې د قانون نافذوونکو ځواکونو له لوري اغېزمن ځواب ورکړل شو.

د پاکستان پوځ همداراز وايي، امنیتي ځواکونه له بریده وروسته سمدستي چمتو شول او عملیاتو ته تیاري نیسي.

د پاکستان د پوځ په وینا تراوسه د ۳ انتحاریانو په شمول ۹ بلوچ حمله کوونکي وژل شوي او۳ نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ په دې نښته کې د خپلو ۴ تنو وژل کېدا تایید کړې ده.

خو دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې مچ ښار او دغه ښار ته ټولې تلونکې لارې یې په بشپړ کنټرول کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب